د لاس رسي وړ اتصالات

ډابنز: د کرزي سره د امنیتي تړون پر سر پرمختگ ونشو


د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي جمز ډابنز د اې پي خبري اژانس سره په مرکې کې ویلي دي چې د افغان ولسمشر حامد کرزي سره په لیدنه کې یې د امینتني او دفاعي تړون پر سر خبرې د بحث اصلي موضوع وه.

ډابنز ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا پدې ملاقات کې د هغه ځینې غوښتنې ومنل شوې او که نه، وویل:

«پدې برخې کې هیڅ پرمختګ ونشو او په هماغو پخوانیو تبصرو ټینګار وشو. زه فکر نکوم چې افغان ولسمشر دې پخپل هغه دریز کې څه بدلون راوستی وي چې په عامه توګه یې څرگند کړیدي.»

ښاغلي ډابنز زیاته کړه چې نژدې ۴٠ هیوادونه د اوسنۍ پوځي ایتلاف عړي دي او یو شمیر زیات نور هیواد د افغانستان لپاره په مالي ایتلاف کې شامل دي.

د هغه په وینا هر څومره چې مونږ دغه خبره ځنډوو هماغمره مونږ د نورو ملاتړ له لاسه ورکوو. کیدای ایتلاف کمزوری شي او هغه مرستې چې تعهد شوي ښایي کمې شي. مونږ واقعا ددې سند د لاسلیک کولو لپاره زیات ځند نشو زغملای.


د طالبانو سره د سولې په برخې کې ښاغلي ډابنز ویلي دي، مونږ دواړو پدې موافقه وکړه چې پدې برخې کې باید یو ګډ پلان ولرو او پکار دی چې پاکستان هم پکې شامل وي.

ښاغلي ډابنز دا هم وویل چې د پاکستان او افغانستان دواړو سره د ملا برادر د موضوع په هکله دمخه کار کړی دی. هغه وایي موقف یې یو شان دی او د پرمختگ لپاره نورو خبرو ته اړتیا ده چې مونږ دقیقا څه غواړو او پاکستانیان او افغانان څه غواړي.

هغه دا هم وویل چې سیمې یې سفر یو عادي کار دی چې نوموړی یې باید د خپل موقف له مخې هره میاشت او یا په هرو دوو میاشتوکې تر سره کړي.

هغه له کابل څخه دمخه اسلام آباد ته تللی و او د هغه په وینا په دواړو ځایونو کې یې د خبرو اجندا د سولې پروسه او د امنیتي تړون اړوند خبرې وې.
XS
SM
MD
LG