د لاس رسي وړ اتصالات

کارپوهان: د امنیتي تړون چټک لاسلیکول اړین دی


د امنیتي تړون له مخې به شا او خوا دولس زره امریکایي عسکر په افغانستان کې پاتې شي.
د امنیتي تړون له مخې به شا او خوا دولس زره امریکایي عسکر په افغانستان کې پاتې شي.
امریکایي چارواکي هڅه کوي چې جمهور رئیس کرزی د روان کال تر پایه امنیتي تړون لاسلیک کړي چې له مخې به یې د ٢٠١۴ کال وروسته په افغانستان کې امریکایي او د ناټو ځواکونو پاتې شي.

د امریکا د دفاع وزیر چک هیگل وایي د افغانستان د دفاع وزیر بسم الله محمدي ده ته اطمینان ورکړ چې د امریکا سره امنیتي تړون به پر خپل مناسب وخت لاسلیک شي.

ښاغلي هیگل د ښاغلي محمدي سره تر لیدو وروسته دا هم وویل چې هغه په دې سفر کې له جمهور رئیس کرزي سره د لیدلو پلان نه درلود.

ښاغلي هیګل وویل: «ما د جمهور رئیس کرزي د لیدو غوښتنه نه وه کړې. زما د سفر هدف د هغه لیدل نه وو او نه هغه زما د لیدلو غوښتنه کړې ده.»

د امریکا حکومت او جمهور رئیس کرزی د تړون د لاسلیکیدو په اړه اختلاف لري.

جمهور رئیس کرزی دغه تړون ځنډوي. د دغه تړون له مخې به شا او خوا دولس زره امریکایي ځواکونه د افغان ځواکونو د روزنې او مرستې په هدف په افغانستان کې پاتې شي.

امریکا هیله درلوده چې جمهور رئیس کرزی به له لویې جرگې وروسته تړون لاسلیک کړي خو اوس ښاغلی کرزی په یو لړ شرایطو ټینگار کوي.

د دفاع وزیر هیگل وایي د موافقتنامې متن د جمهور رئیس د لاسلیک دپاره تیار دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل:« لویې جرگې په ډیره لیوالتیا ددې تړون د مادو ملاتړ وکړ او له جمهور رئیس کرزي یې د لاسلیکولو کلکه غوښتنه وکړه. موږ په افغانستان کې له هر ولسي استازي همدا اوریدلي دي د تړون کلک ملاتړ کوي.»

جمهور رئیس کرزی غواړي چې تر انتخاباتو پورې د تړون لاسلیکول وځنډوي. خو د نړیوالو ستراتیژیکو چارو د څیړنیز مرکز غړی انتوني کورډزمین وایي، دومره نه شي ځنډول کیدلی.

شاغلي کورډزمین وویل: «دغه تړون وار له مخې لا ډیر زیات ځنډول شوی چې اصولاً دغه پریکړه باید د ٢٠١٢ کې پای کې شوې وای. وقت ته پام وکړئ. د مصارفو پوره کول دي، د کانگرس تائید اخیستل دي، د مامورینو گمارل دي. دا د بیړې کار نه دی چې په یو غیرعملي او گرانه بیه وشي. دا ټول کارونه یو کال ځنډیدلي دي.»

امریکا وایي که تړون لاسلیک نه شي خپل ټول ځواکونه به له افغانستان څخه وباسي. د امیرکین انستیتیوت څیړونکی احمد خالد مجیدیار وایي له کرزي پرته د افغانستان د حکومت نور چارواکې پریشانه دي.

ښاغلی مجیدیار وویل: «دوی په دې پوهیږي که امریکا له افغانستان څخه ووځي، د ناټو نور متحدین به هم له افغانستان څخه ووځي، او د ١٩٨٩ کال به تکرار شي چې شوروي اتحاد ړنگ شو او نړیوالو افغانستان ته شا کړه.»

د هغه په وینا دا کار ددې لامل شو چې سیمه بې ثباته شي، سخت دریځۍ ریښې وکړي، کورنۍ جگړه پیل شي، چې په پای کې د قدرت خلا رامینځته شوه او طالبان راپیدا شول.

د چک هیگل په مخ کې یوه بل خنډ هم موجود دی چې هغه د افغانستان گاونډی پاکستان دی، چې کړنلاره یې د افغانستان په راتلونکې، که امریکایان ووځي او که پاتي شي، ژورې اغیزې لري.

امریکا په پاکستان کې د وسله والو د پناه ځایونو او د ناټو د اکمالاتي لارو د بې امنۍ په اړه اندیښنه لري.
XS
SM
MD
LG