د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د لرغونو اثارو په ساتنه کې د امریکا مرسته


میرمن لورا تیدیسکو کابل امریکا غږ ستدیو
میرمن لورا تیدیسکو کابل امریکا غږ ستدیو
په افغانستان کې د امریکا د سفارت د فرهنګي میراث د څانګې مشره وایي چې امریکا له افغانستان سره د خپلو مرستو په ترڅ کې د دغه هیواد د فرهنګي او لرغونو آثارو په بیا رغونه کې هم برخه اخیستې ده .

په افغانستان کې د امریکا د سفارت د فرهنګي میراث د څانګې مشره میرمن لورا تیدیسکو وايي چې د دغه مرستو په لړ کې امریکا د غزني د فرهنګي او لرغونو آثارو په بیا رغاونه کې چې د اسلامي ثقافت د مرکز په توګه نومول شوي هم یو لړ هڅې کړي دي .

په افغانستان کې د امریکا د سفارت د فرهنګي میراث د څانګې مشره میرمن لورا تیدیسکو وايي چې د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ملګرتیا له ۲۰۱۰ کال راهیسی د غزني د لرغونو اثارو د بیا رغاونې لپاره کار پیل کړی دی چې ددغه ولایت امنیتي حالاتو ته په کتنه یې تر اوسه په دري برخو کې یو لړ کارونه ترسره کړي دي .

میرمن لورا تیدیسکو وايي:

“لومړې پروژه دا وه چي موږ باید د غزني د تاریخي منار په اړوند ټول دقیق تفصیلات د دیجټل عکاسۍ په شکل راغونډ کړي وای او هغه مو د یو سند په بڼه د په یو کتاب کې ځای په ځای کړي وای. د دغه کار یوه برخه تر سره شوې هم ده دغه عکسونه موږ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د ښکلو هنرونو پوهنځي ته سپآرو ترڅو د غزني د منار د بیا رغونې کار پیل شي“.

همدا رنګه میرمن لورا تیدیسکو وايي چې د امریکا سفارت په غزني کې د فرهنګي میراثونو په اړه خلکو ته د عامه پوهاوي لپاره یو لړ پروګرامونه هم ترتیب کړي او د ښآر په بیلابیلو سیمو کي يې د افغانانو د فرهنګي میراثونو د ساتلو په باب د عامه پوهاوي د سطح د لوړولو لپاره لوی پوسترونه هم نصب کړی تر څو افغانان د خپلو فرهنګي شتمنیو د ساتنې لپاره ملا وتړي .

د امریکا د سفارت د فرهنګي میراث د برخې مشره د غزني د فرهنګي شتمنیو په اړوند د دریمې پروژې په هکله وايي :

“د غزني لپاره دریمه پروژه د فرهنګي میراثونو په اړوند د ماشومانو لپاره د هغو کتابونو چاپ او خپرول دي چې پکې ماشومانو ته په دري او پښتو د خپلو فرهنګي میراثونو په اړوند پوهاوی ته ځای ورکړل شوی دی“ .

اوس هم د افغانستان زیات شمیر تاریخي او لرغوني اثار کوم ځانګړې نوم او شمیره نلرې چې د اثر پیژندګلوی پری وشي خو میرمن لورا تیدیسکو وايي چې د امریکا سفارت د فرهنګي میراثونو څانګې په دغه برخه کې هم یو لړ کارونه سرته رسولې دي او هڅه کوي چې د افغانستان د ټولو فرهنګي او لرغونو اثارو لپاره د پيژند پاڼو په جوړولو کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره مرسته وکړي .

دامریکا د سفارت د فرهنګي میراٍث دڅانګې مشره د دغه کار لپآره د افغانستان د بیلابیلو وزارتونو ترمنځ همغږي هم غواړي او وايي چې د یو ګډ کار په مټ به وکړای شي چې د اسلامي ثقافت د مرکز د غزني ښار د نومونې بهیر لا هم ښّه او چټک کړي .

د غزنی د ښارد فرهنګي او لرغونو آثارو د ترمیم او بیا رغونې تر څنګ د امریکا سفارت د افغانستان د ملي موزیم په بیا رغونې او تنظیم کې هم د مرستې نیت لري میرمن لورا وايي د امریکې سفارت په څو وروستیو کالونو کې په موزیم کې د شتو فرهنګي اثارو د ساتنې لپآره تر ټولو لومړی د موزیم چار چاپیره دیوال ودان کړي څو د موزیم پاته آثار د زماني او غارتګرو د چپاو څخه په امن کې شي ددی سریسره میرمن لورا وايي چې امریکا د شیکاګو د پوهنتون او د افغانستان ملي موزم تر منځ هم یو درې کلن ګډ پروګرام جوړ شوي تر څو د ملي موزیم د لا رغېدو لپاره کار وکړي.
میرمن لورا تیدیسکو وايي:

“دلته د شیکاګو د پوهنتون نه یو ټیم شته دی چې هره ورځ د ملي موزیم له چارواکو سره کار کوي د موزیم د شتو آثارونه کتلاک جوړوي ، موږ له دې کار سره نه یواځې د افغانستان شته لرغوني آثار راجستر کوو بلکه هغه د خلکو پوهاوی لپآره هم وړاندي کوو، امریکا دافغانستان د لرغونو اثارو د ښّه حفاظت لپآره په پام کې لري چې د نوي موزیم ودانۍ هم جوړه کړي تر څو د مناسبو او اړینو شرایطو په درلودلو سره د دغو لرغونو آثارو ښّه ساتنه وشي“.

د موزیم لپاره نوې ودانۍ د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د غوښتنې پر اساس جوړیږي .

میرمن لورا وايي د دغه کار لپآره یې د نړیوالو لایقو طراحانو نه هم د مرستې غوښتنه کړي ده او د ودانۍ د جوړولو لپآره به تر ټولو ښکلې طرحه ومنل شي او ورباندې به کار وشي.

میرمن لورا تیدیسکو وايي:

“موږ د دغه کار لپاره له چین ، افریقا ، سکندنیویا افغانستان او ټولی نړۍ نه د طراحانو نه غوښتنه کړې وه له دغو هیوادونو نه راغلې طرحې زموږ تر تمې خورا زیاتې وي ټولو د افغانستان د ملي موزیم د نوي ودانۍ لپآره خپلې طرحې راواستولې خو موږ به هغه څه منو چې د یو ښّه او د منلو او انجام وړ کار لپآره زموږ په درد دوا شي“ .

د امریکا د سفارت دغه چارواکې وايي هیواد به یې په راتلونکو کالونو کې هم له افغانستان سره خپله فرهنګي مرستو ته دوام ورکړي.
  • 16x9 Image

    بهارت صابر

    بهارت صابر له ٢٠١٠ کال راهیسې په کابل کې د امریکا غږ سره د خبریالې په حیث کار کوي. بهارت صابر د بي بي سي او په افغانستان کې د نورو تلویزوني، راډیويي او چاپي رسنیو سره هم د کار تجربه لري.
XS
SM
MD
LG