د لاس رسي وړ اتصالات

د نیلسن ماندیلا معنوي میراث


Mandela
Mandela
نلسن ماندیلا په داسې حال کې چې په جنوبي افریقا کې د لږکیو د واکمنۍ پر ضد یې مبارزه کوله، نژدې درې لسیزې یې د زندان د میلو تر شا تیرې کړې.

د ماندیلا ژوند لیک د اپارتاید یا توپیري سیاست پر ضد د مبارزې سره متراف دی، هغه نژادي توپیر چې په جنوبي افریقا کې د غیر سپین پوستو په وړاندې روان و.

نلسن ماندیدلا له زندان څخه له وتلو څلور کاله وروسته د لومړني تورپوستي جمهور رئیس په توگه په کال ١٩٩۴ کې لوړه وکړه. د هوارډ پوهنتون د افریقایي زده کړو استاد سلیمان نییانگ د هغه اړه وایي:

«.. یو انساني شخصیت چې د اوږدو کلنو لپاره یې په زندان کې بدبختي، درد او رنځ گاللی دی.»

ښاغلی ماندیلا د جنوبي افریقا د سپین پوسته اقلیت واکمنانو له خوا په عمر قید سزا محکوم شوی و.

کریستو براند په ١٩٧٨ کال کې په روبن ټاپو کې د زندان مسؤل و. او د یو مشهور زنداني سره یې ملگرتیا پیل کړې وه.

«.. زما یو ځوی لا ماشوم و چې ما په پرله پسې توگه د ماندیلا د زندان خونې ته له ځانه سره بیوه او ماندیلا هغه ته د خوږو په رانیولو پیل وکړ چې دا ماشوم جذب کړي. ما ماندیلا ته ویل، نه نه نه، ماشوم باید خواږه ونه خوي. هغه ویل، نه. تر هغه چې زه ژوندی یم، زه ماشومان له ځانه سره روږدي کوم. ته په کور کې د هغه ساتنه کوي، خو دلته زه صرف کله نا کله هغوی وینم.»

الوین اندریوز هغه وخت د ای بي سي تلویزیون کمره مین و، هغه د ښاغلي ماندیدلا د ازادیدو له ورځې څخه په زړه پورې او خوزنده خاطرې لري.

«.. له زندان څخه د ماندیلا د راوتلو انځورونه یادگاري دي چې تل زما په مغز کې حک شوي دي.»

هلونیفا موکوینا، د نیویارک د کلمبیا په پوهنتون کې د انتروپولوجۍ استاده ده. نوموړې د جنوبي افریقا د سویتو په ښار کې لویه شوی.

هغه وایي یو شئ چې خلک یې هیروي دادی چې اپارتاید یواځې سپین پوسته له تورپوستو جلا کول نه بلکې ټول نژادونه جلا کوي.


د نیلسن ماندیلا ژوند لیک
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:30 0:00
«.. هغه رول چې ماندیلا ولوباوه دا و چې ولس په دې خبر کړي چې په یو داسې هیواد کې ژوند کوي چې نه یواځې تور او سپین دي بلکې مختلف کلتورونه او رنگارنگ ولسونه په کې ژوند کوي. ددې کلتورونو په اړه زده کړه د اپارتاید د پای ته رسیدو یو انعام دی.»

نوموړې زیاتوي، هغه څه چې د ښاغلي ماندیلا په هکله د پوهیدو وړ دي هغه له واک نه ډډه کول دي.

ماندیلا:
«.. دا زما نسل ته خورا امتیاز دی چې د جنوبي افریقا ټول وگړي ازاد شول، ځکه مونږ فکر نه کاوه چې دا به زمونږ په ژوند کې ووینو.»

کرول تامپسن په شپیتمه میلادي لسیزه کې د اپارتاید ضد یوه فعاله وه. نوموړې د جنوبي افریقا په بیاپخلاینې کې د ماندیلا ونډه رایادوي او وایي ددې لپاره چې په پیښ شویو تاوانونو او زور زیاتي پوه شو، نو باید یو ډول حقیقت په ډاگه شوی وای، چې بیا بیاپخلاینه پلي کیدای شي او غلیم پیژندل کیږي.

ماندیلا:
«.. مونږ باید داسې ټولنه جوړه کړو چې په هغه کې د ټولو خلکو حقوق مساوي وي.»

کرول تامپسن وایي همدا د نلسن ماندیلا میراث دی.
XS
SM
MD
LG