د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل چاودنې مرګ ژوبله نه لرله


ارشیف
ارشیف
د کابل امنیه قومندانۍ وايي، د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د قصبې په سړک په شوې چاودنه کې هیڅ مرګ ژوبله نده پېښه شوې او تلفات نه لري.

د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، برید د یوه لنډ کروزر موټر په واسطه شوی، او هدف یي د جرمني ځواکونو د تېرېدونکو موټرو کاروان وو.

ستانکزي وویل :

‪"‬لومړني معلومات ښيي چې دې برید کوم تلفات ندي لرلي خو ګومان کیږي چې په یوه لنډ کروزر ډوله موټر کې چاودیدونکي مواد ځای په ځای شوي وو.‪"‬

دا چاودنه نن سهار په اته بجو او دېرشو دقیقو شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت په یو بیان کې وايي چې دا برید د کابل د هوايي ډګر د ایساف د قره ول په مخکې شوی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ادعاء کړې ده چې لسو الماني عساکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده، ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یو استول شوي بیان کې ویلي چې دا ځانمرګی برید د محمود په نوم د یو طالب بریدګر خوا تر سره شوی دی.


د ایساف ځواکونو ویاند په بیان کې ویلي دي چې په دې برید کې ددوي ځواکونو ته هیڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

که څه هم طالبانو ویلي چې له برید یې هدف د جرمني عسکرو د موټرو کاروان و ، خو تمه ده چې نن جمهور رئیس حامد کرزی په سویلي افریقا کې د نیلسن منډیلا د یاد په غونډه کې د ګډون وروسته، بېرته کابل ته ستون شي.
XS
SM
MD
LG