د لاس رسي وړ اتصالات

هند ته د ولسمشر حامد کرزي سفر او د امریکا تمې


له ښې خوا: د هند ولسمشر پرناب مکرجي، افغان ولسمشر حامد کرزی او د هند صدراعظم من موهن سینګ
له ښې خوا: د هند ولسمشر پرناب مکرجي، افغان ولسمشر حامد کرزی او د هند صدراعظم من موهن سینګ
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی نن په یوه څلور ورځني سفر هند ته ولاړ. له ارگ څخه یوه خپره شوې اعلامیه وايي چې هند ته به په خپل سفر کې ولسمشر کرزی له صدراعظم من موهن سینګ، د بهرنیو چارو وزیر سلمان خورشید او له یوشمیرنورو چارواکو سره وګوري او د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو د پراختیا په اړه به ورسره خبرې وکړي.

ولسمشر کرزی دوه ورځې وروسته له هغه هند ته سفر کوي چې د سه شنبې په ورځ د امریکا د سنا مجلس یوې کمیټې ته په خبرو کې پاکستان او افغانستان ته د امریکا ځانگړي استازي جېمز ډابنر هیله څرگنده کړه چې هند به ولسمشر کرزی دې ته وهڅوي چې له امریکا سره امنیتي تړون ژر لاسلیک کړي. او زرگونو امریکايي عسکرو ته به په افغانستان کې د پاتې کېدو اجازه ورکړي. په خپلو خبرو کې جېمز ډابنر وویل.

" زما په فکر هند ته به د هغه راتلونکی سفر ډیر اغیزمن وي، ځکه چې دی هند ته په درنه سترگه گوري او د هند له حکومت سره ښې اړیکې لري"

د سنا مجلس پدې استعمایه غونډې کې ښاغلي ډابنز زیاته کړه چې " پرته له ایران د افغانستان نورو گاونډیو هیوادونو، روسیې، هند، چین او پاکستان افغانستان ته د امنتي تړون د لاسلیک کولو مشوره ورکړې ده." نوموړي همدرانگه وویل چې دغه هیوادونه په سیمه کې د امریکايي عسکرو شتون نه خوښوي خو دوي په دې باور دي چې له نړیوالو مرستو پرته به یوځلې بیا په افغانستان کې کورنۍ جگړه پیل شي.

هند له افغانستان سره د دوو ملیاردو ډالرو پرمختیايي مرستو ژمنې کړې دي او د طالبانو د حکومت له ړنگېدو وروسته یې د افغانستان له حکومت سره ټینگې اړیکې ساتلې دي. د هند او افغانستان تر مینځ د ښو اړیکو اندازه له دې هم کېدای شي چې په افغانستان کې د واک د ترلاسه کولو وروسته ولسمشر حامد کرزي څوارلس ځله هند ته سفر کړی او په روانه کال کې هند ته دا د هغه درېیم سفر دی.

په اکسفورډ پوهنتون کې د سیاسي علومو پوهاند ډاکټر سید اکبر موسوي په دې نظر دی چې " ښاغلی کرزی نه د گاونډیو او نه د نورو هیوادونو خبرو ته غوږ نیسي بلکه خپله ایجنډا په مخ بیايي، او هند ته به د هغه سفر د هغه په فکر کې کوم بدلون را نه ولي."

په لندن کې د افغانستان سټراتیژیکو مطالعاتو د مرکز مشر ،لیکوال او څیړونکی ډاکټر صلاح الدین سعیدي بیا وايي " هند ته د ولسمشر کرزي د سفر اصلي موخه د افغان ملي اردو لپاره د درنو وسلو ترلاسه کول دي. "

هغه زیاتوي هند ته په تېر سفر کې ولسمشر کرزي د درنو وسلو یو لیسټ ورکړی وو، او اوس د هغې غوښتنې د پخولو لپاره دغه سفر کوي.

د افغانستان او امریکا تر مینځ د امنتي تړون لاسلیک کول هغه وخت جنجالي شو، کله چې ولسمشر حامد کرزي له امریکا سره د تړون د لاسلیک کولو لپاره په افغانستان کې د بشپړه امنیت او په راتلونکو انتخاباتو کې له نړیوالو د نه لاس وهنې شرطونه کېښودل، خو امریکا غواړي دغه تړون بې له کومه ځنډه او شرطه لاسلیک شي ځکه چې امریکا په راتلونکي کال کې په افغانستان کې د پاتې کېدونکو عسکرو لپاره تیاریو ته وخت ته اړتیا لري
XS
SM
MD
LG