د لاس رسي وړ اتصالات

کېري: کرزی او یا ځایناستی به یې امنیتي تړون لاسلیک کړي


د امنیتي تړون په اساس به د ۲۰۱۴ کال نه وروسته امریکايي عسکر په افغانستان کې پاته شي.
د امنیتي تړون په اساس به د ۲۰۱۴ کال نه وروسته امریکايي عسکر په افغانستان کې پاته شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په دې باور دی چې افغان چارواکي به هغه امنیتي تړون لاسلیک کړي چې له ٢٠١۴ م کال نه وروسته د امریکایي ځواکونو پاتې کیدو ته لاره هواره شي.

ښاغلي کېري د یکشبنې په ورځ د اې بي سي د تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې تړون به یا پخپله جمهور رئیس کرزی لاسلیک کړې او یا به یې ځایناستی ، چې له کرزي وروسته به انتخاب شی ، لاسلیک کړي.

د دې مرکې په اړه واشنگټن پوست په خپلې ورستۍ ګنې کې یوه مقاله خپره کړې ده. ورځپانه وايي چې جمهور رئیس کرزی اوس هم په خپلو شرطونو ټینگار کوي.

ښاغلي کېری په مرکه کې زیاته کړې چې امریکا په افغانستان کې بریاليتوب غواړي او د بریا معنی دا ده چې د افغانستان ملي ځواکونه پر خپلو پښو ودریږي او د افغانستان امنیت ونیسي چې د ټولنې د پرمختگ بهیر دوام وکړي. دولتي ادارې، د روغتیا او ښوونې او روزنې سیستم یې ښه شي.

بلخوا، بریتانوۍ ورځپاڼې ټیلگراف لیکلي دي چې جمهور رئیس حامد کرزي د شنبې په ورځ په هند کې د خبرو په مهال وویل چې یوه جگپوړي امریکایي دیپلومات اخطار وکړیدی چې که امنیتي تړون لاسلیک نکړي، په افغانستان کې به کورنۍ جگړه پیل شي.

ټیلگراف لیکلي دي چې د افغانستان جمهوررئیس په نوي ډهلي کې وویل چې هغه یې په ځواب کې ویلي چې که د افغانستان شرطونه ونه منل شي، نو د امریکا د ټولو ځواکونو وتلو او د اقتصادي مرستو پای ته رسیدو ته تیار دی.

ټیلگراف زیاتوي چې جمهور رئیس کرزي ویلي دي چې د واشنگټن دریځ ځورولی دی. هغه دا هم ویلي دي چې په اخطارونو د تړون لاسلیکولو ته تیار نه دی.

ورځپانه وايي د امریکایی ځواکونو وتلو معنی به دا وي چې د افغانستان په امنیتي ځواکونو به تنخواگاني هم بندي شي چې د دیپلوماتانو په اند د افغانستان وضعیت به لا پسې خراب کړي.

د ټیلگراف مقاله په دې پای ته رسوي چې د امریکایي دیپلومات څخه د جمهور رئیس کرزي هدف، د امریکا ځانگړی استازی جیمز ډابینز دی.

مقاله د یو څیړونکي نظر راخیستی چې وايي جمهور رئیس کرزی د ډابینز سره ښه نه کوي، ځکه د اوباما په حکومت کې د افغانستان تر ټولو کلک ملاتړی ښاغلی ډابینز دی، کنې د امریکا ولس د افغانستان له موضوع ستړی دی او د ځواکونو د راوتلو ملاتړ کوي.
XS
SM
MD
LG