د لاس رسي وړ اتصالات

د آسترالیا وروستي محاربوي ځواکونه له ارزگان څخه ووتل


په ترینکوټ کې د آسترالیایي پوځیانو اډه افغان پوځ ته وسپارل شوه
په ترینکوټ کې د آسترالیایي پوځیانو اډه افغان پوځ ته وسپارل شوه
د ارزگان ولایت په ترینکوټ کې د نړېوالو ځواکونو اډه چې په افغانستان کې د آسټرالیایي پوځیانو مرکز بلل کیده، د یکشنبې په ورځ وتړل شوه او ددې هیواد د پوځیانو وروستۍ ډله له سیمې ووتله.

د آسترالیا صدراعظم ټوني ابټ په همدې مناسبت، نن یوځل بیا په کانبیرا کې وویل چې په افغانستان کې د دوی جگړه نه په بریا او نه په ماتې ختمیږي، بلکې په دې هیله ختمیږي چې افغانستان او په ځانگړې توگه ارزگان چې آسترالیایي ځواکونه پکې میشت و، بهتره شي.

د آسترالیا صدراعظم توني ابټ:
« ارزگان د یوې لسیزې مخکې په پرتله، نن ورځ یو خورا متفاوته او بهتره ځای دی. زیربناوې بهتره شوي، حکومتداري ډیره ښه شوې، نجونې مکتب ته ځي او د صحي خدماتو مرکزونه شته.»

هغه زیاته کړه: «د آسترالیایي ځواکونو وتل، یوه ترخه او خوږه شیبه ده. ترخه له دې اړخه چې ځینو کورنیو مو خپل بچیان له لاسه ورکړي او بیرته نه ورستنیږي خو خوږه بیا په دې ده چې زموږ سرتیري راووځي او زموږ د هیواد په تاریخ کې یې داسې پاڼه پریښوده چې کله یې رایاد کړو، نو پرې ویاړو.»

د ترینکوټ پوځي اډه، د رسمي اسنادو په لاسلیک کیدو سره افغان چارواکو ته وسپارل شوه او د آسټرالیا د بیرغ پرځای، افغان ملي بیرغ پرې ورپول شو.

د څه دپاسه یونیم زرو آسترالیایي پوځیانو له ډلې، کابو څلور سوه یې په افغانستان کې پاتې کیږي چې جگړې کې به نه وي ښکیل خو په کابل او کندهار کې به افغان ځواکونه روزي.

بل پلو د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کېري د امریکایي ټلویزیون، اې بي سي سره په یوې تازه مرکې کې د افغانستان په هکله داسې وویل:

د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کري:
« امریکا په افغانستان کې د بریا غوښتونکې ده او بریا د یو داسې افغان وسله وال ځواک د لرلو په مانا ده چې د پاییدو توان ولري او وکولای شي د افغانستان خلکو ته امنیت برابر کړي څو هغوی د خپلې ټولنې، بنسټونو، روغتیایي خدماتو، پوهنې او نورو برخو کې د پرمختگ پرلار د تللو جوگه شي. کله چې امریکا افغانستان ته ولاړه، هلته فقط نهه سوه زره هلکان ښوونځیو ته تلل. نن ورځ هغه هیواد کې اوه یا اته میلیونه ماشومان ښوونځیو ته ځي چې تقریبا" څلویښت په سلو کې یې نجونې دي.»

ښاغلي کېري زیاته کړه چې په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو پاته کیدل، د جمهور رئیس اوباما د تصمیم او په افغانستان کې د اوضاع څرنگوالي پورې اړه لري.

‍
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:17 0:00
XS
SM
MD
LG