د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې چاودنې دوه پولیس ووژل


ارشیف
ارشیف
پولیس وایي چې د کندهار ولایت د سپین بولدک په ولسوالۍ کې د سه شنبې په ورځ د ۱۲ بجو په شااوخواکې یوه چاودنه وشوه چې پکښې دوه سرحدي پوليس ووژل او ۶ نور چې دوه یې سرحدي پوليس او ۴ ملکي کسان دي ټپیان شول.

د کندهار د پوليسو ویاند ضیا دراني امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې دا چاودنه دیوه خصوصي بانک مخ ته هغه مهال وشوه چې کله د سرحدي پوليسود سپرلۍ موټر له سیمي څخه د تیریدو په حال کي وو.

دراني وویل چې چاودیدونکي مواد په یوه موټرسائکل کې ځای پر ځای شوي وو.

دراني وویل چاودنې مالي زیان هم پیښ کړي خو دقیقه اندازه یې نده څرګنده شوي.

سپین بولدک کندهار چمن په لویه لاره پروت د کندهار یو مهم تجارتي مرکز دی چې دافغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحد په اوږدو کې پراته په رزګونو خلک پکښې په کارو بار بوخت دي.

تر اوسه چا ددغي پېښې مسئولیت ندی اخیستي .
  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG