د لاس رسي وړ اتصالات

انوري: د هیواد دننه دبې ځایه شوو شمیر 15% ډیر شوی


په هیواد کې دننه شپږ سوه زره افغانان بې ځایه شوي
په هیواد کې دننه شپږ سوه زره افغانان بې ځایه شوي
د ښاغلي جماهیر انوري په وینا، په هیواد کې دننه د ناامنیو او اقتصادي ستونزو له امله د بې ځایه شویو په شمیر کې ١٥ فیصده زیاتوالی راغلی.

د ملگرو ملتونو د گډوالو د چارو د ادارې یو ان ایچ سي آر په وینا په افغانستان کې امنیتي حالات اوس هم ددې جوگه نه دي چې زیات شمیر سیمو ته بشري مرستې ورسول شي.

دوی وایي د امنیت نشتوالی د خلکو د بې ځایه کیدو اصلي علت دی. ددې ادارې د اټکل له مخې په ٢٠١٢ کې د کورنیو بې ځایه شویو کسانو شمیر څلور لکه پنځه ویشت زره کسانو ته رسیدلی و، خو اوس افغان چارواکي وایي دا شمیره لوړه شوی ده.

ملگري ملتونه وایي دغو کورنیو بې ځایه شویو کسانو ته لاس رسی او د لومړنیو بشري مرستو رسول د هغوی له لومړیتوبونو څخه دي.

جگړه، طبیعي ناورینونه او فقر له خپلو کورونو او سیمو څخه د خلکو د بې ځایه کیدو اصلي لاملونه بلل کیږي.

د ملگرو ملتونو د کډوالو د چارو اداره وایي چې گڼ شمیر بې ځایه شوي خلک د سویلي ولایتونو څخه دي چیرې چې د وسلو والو طالبانو او نړیوالو او افغان ځواکونو د ترمنځ نښتې ډیرې رامنځ ته کیږي.

په ځنې شمالي ولایتونو کې بیا طبیعي افات لکه سیلابونه، زلزلې او وچکالۍ د خلکو د بې ځایه کیدو مهم لاملونه بلل کیږي.

افغان کډوال
بلخوا، د کډوالو او راستنیدونکو چارو د وزارت چارواکي وایي په ایران کې د میشتو افغانانو نوي فیصده اقتصادي مهاجرین دي.

دا وزارت وایي چې د ایراني مقاماتو سره په همغږۍ یې په هغه هیواد کې یو عشاریه څلور میلونو افغانانو له ډلې څخه هغوی چې د اوسیدونې قانوني اسناد یې نه درلودل اته سوه زرو تنو ته یې افغاني پاسپورتونه ویشل شوي دي.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر وایي په پاکستان کې ټول دوه عشاریه اوه میلونه افغانان ژوند کوي، یو عشاریه اوه میلونه یې د مهاجرت اسناد لري خو یو میلون یې له اسنادو پرته هلته ژوند کوي.

جماهیر انوري وایي: «مونږ هڅه کوو هغوی چې اسناد نه لري ورته یو داسې میکانیزم جوړ کړو چې په دغه هیواد کې د هغوی اوسیدنه او وطن ته تگ راتگ یې قانوني بڼه واخلي:»

دا څرگندونې په هغه غونډه کې وشوې چې د مهاجرت نړیوال سازمان او د افغانستان د مهاجرینو او بیرته ستنیدونکو چارو وزارت په گډه په کې د مهاجرت نړیواله ورځ ولمانځله.

دا ورځ د دوه زره څوارلسم کال د لیږد د پروسې په درشل کې د «مهاجرت ، پراختیا او د افغانستان په راتلونکې باندې باور» تر شعار لاندې د مرسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه.

د مهاجرینو د وزارت د مسولینو په وینا اوس هم شاو خوا پنځه نیم میلونه افغان مهاجرین له هیواد څخه بهر د کډوالۍ شپې ورځې سبا کوي.

د بیرته ستنولو پروگرام
په دوه زره یوم کال کې د توکیو د کنفرانس وروسته او د افغانستان د هغې غوښتنې په بنسټ چې په بهر کې روزل شوي افغانان د هیواد په بیارغونه کې د برخې اخیستنې په مقصد هیواد ته ستانه کړای شي، د آی ام ایم سازمان په ٢٠٠١ کال کې د افغان متخصصینو د بیرته ستنولو پروگرام پیل کړ.

ددې پروگرام هدف دا و چې په بهر کې اوسیدونکي باتجربه افغانان د هیواد په پرمختیا کې ونډه ادا کړي.

د پروگرام د پیل راهیسې ٣١ هیوادونو د مهاجرت د نړیوال سازمان سره مرسته کړې چې ١٦٦٣ افغانان هیواد ته ستانه کړي چې له دې جملې څخه ٢٢٠ یې ښځینه کارپوهانې دي.

بیرته ستانه شوي ماهر افغانان د حکومت په وزارت خانو او موسسو او همداشان په غیر دولتي ادارو، او د شخصي سکتور په گډون په نړیوالو او نورو سازمانونو کې په کار گمارل شوي دي.

انوري: په هیواد کې دننه شپږ سوه زره کسان بې ځایه شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:47 0:00

د افغانستان لپاره د مهاجرت د نړیوال سازمان د ماموریت مشر او ځانگړی استازی ریچارد ډانسیگر وایي:

ښاغلی ریچارد ډانسیگر وایي
«په داسې حال کې چې مهاجرت د پرمختگ د اهدافو د ترلاسه کیدو لپاره په پرله پسې توگه د یوې مهمې مسلې بڼه نیسي، ښایي په هیڅ ځای کې دومره مهم نه وي لکه نن چې په افغانستان کې دي.»

دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان د مهاجرینو او بیرته ستنیدونکو چارو وزیر جماهیر انوري وایي هیواد ته د بیرته ستنیدونکو په پرتلی په اقتصآدی مهاجرتونو کی د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د افغاسنتان دپاره د ملگرو ملتونو د عالی کمشنری دفتر وایی په دوه زره دیارلسم کې د ایران او پاکستان څخه یوازی اته دیرش زره تنه هیواد ته ستانه شوی چې د تیر کال په پرتلی پنځوس فیصده کموالی ښیی.

په کابل کې د آی او ایم یا د مهاجرت د نړیوال سازمان د عامه اړیکو مسؤل ډاکتر محمد صدیق وایي د مشکلاتو او نیمگړتیاو سره سره په افغانستان کې په تیرو لسو کلونو کې زیات کار شوی دی. د هغه په وینا دا ستونزې باید د افغانستان د حکومت، نړیوالو سازمانونو او پخپله د مهاجرینو سره په گډه همکارۍ حل شي.

د ښاغلي محمد صدق په وینا که د مهاجرینو مسلې ته په یو پراخ انځور کې وکتل شي، افغانستان په ډیر ښه وضیعت کې دی.

د افغانستان د سوداگرۍ او صنایعو د خونې رئیس محمد قربان حقجو په افغانستان کې د کاري فرصتونو په اړوند وویل:

ښاغلی محمد قربان حقجو وایي: «په افغانستان د سوداگرۍ او زده کړو زیات فرصتونه موجود دي. ددې کار لپاره باید حکومت او خصوصي سکتور په گډه کار وکړي چې زمونږ ځوانانو ته د مثبتې سوداگرۍ، د پانگونې د چاپیریال او د کار زمینه رامنځ ته کړي ماهره او کارپوهه بشري قوه ترغیب کاندي چې هیواد خوشې نه کړي:»

ددې غونډې ټول ویناوال په دې موافق وو چې دا ډیره مهمه ده چې حکومت، تجارت او مدني ټولنه په گډه داسې چاپیریال رامنځ ته کړي چې په هغه کې ځوان افغانان پاتې کیدو او د هیواد د راتلونکې لپاره کار کولو ته و،هڅول شي.

دوی دا هم وویل چې په بهر کې اوسیدونکي افغانان باید د خپل هیواد په ابادۍ کې په خپلې پوهې او مالي مرستو سره ونډه واخلي.
XS
SM
MD
LG