د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: د تړون د لاسلیک کولو لپاره وخت غواړم


په افغانستان کې د ٢٠١۴ وروسته د امریکایي او ناتو ځواکونو د راتلونکي فعالیت په هکله خبرې روانې دي

په افغانستان کې د ٢٠١۴ وروسته د امریکایي او ناتو ځواکونو د راتلونکي فعالیت په هکله خبرې روانې دي

ښاغلي حامد کرزی وویل چې هغه د امنیتي موافقتنامې د مندرجاتو سره مخالف نه دی خو د هیواد د گټو د ښه تامین لپاره وخت ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه چې د امریکا سره اوس هم د امنیتي تړون په هکله خبرې روانې دي او امریکا هیله مندي څرگنده کړې چې دوی به پر پاکستان باندې فشار راوړي چې هغه فعالیتونه په عملي توگه پیل شي چې د افغانستان ولسمشر غوښتي دي.

د آشنا تلویزیون خبریال وایي ولسمشر حامد کرزي په دې غونډه کې یو ځل بیا په خپل دریځ ټینگار وکړ چې د افغانانو کورونه دې نه تالاشي کیږي او د امریکایانو په بریدونو کې دې افغانان نه وژل کیږي او همداشان د سولې د عملي بهیر د پیل په اړه باید لازم ضمانتونه ورته ورکړل شي.

ښاغلي کرزي همداشان وویل چې د امریکا سره د تړون د لاسلیک لپاره د مشورتي لوی جرگې غوښتنې هم لا نه دي عملي شوي لکه له گوانتنامو څخه د افغان بندیانو خوشې کیدل.


ښاغلي کرزي وویل چې دې ډاډمن دی چې امریکایان هیڅکله له افغانستان څخه نه وځي او زیاته یې کړه کله چې تړون لاسلیک کیږي او فرضا د امریکا ولسمشر بارک اوباما افغانستان ته راشي نو دی به یې ورسره لاسلیک کړي او که د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او یا د دفاع وزیر راځي نو د هغه افغان سیالان به ورسره تړون لاسلیک کړي.

ولسمشر دا هم وویل چې ایران ته یې له سفر دمخه هغه هیواد د افغانستان او امریکا ترمنځ د تړون مخالف و، خو اوس د ایراني چارواکو سره د خبرو وروسته ایراني اړخ راضي شوی او ویلي یې دي چې دا تړون د افغانستان په گټه دی خو باید د افغانستان د خاورې نور هیوادونه په ځانگړې توگه ایران تر برید لاندې رانشي.

ښاغلی کرزی په داسې حال کې دا څرگندونې وکړې چې پرون د افغانستان او ناتو سازمان ترمنځ د هغه وړاندیز په اړه خبرې پیل شوې چې دا سازمان د راتلونکي میلادی کال وروسته په افغانستان کې خپل پوځي شتون څرگند کړي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي په یوه اعلامیه کې ویلي دي: « د امریکا د متحده ایالتونو او د هغه د متحدینو پیغام څرگند دی چې دوه اړخیز تړون باید له ځنډ پرته لاسلیک شي.»

د ناټو عمومي منشي اندرس راسموسن په بروکسل کې د ناتود ملکي استازي ماوریتیز یوخیمز او د افغانستان د ملي امنیت د رئیس رنگین دادفر سپنتا ترمنځ د خبرو د پیل په هکله وویل:« زه د خبرو د پیل هرکلی کوم خو په دې ټینگار کوم چې د ناتو د ځواکونو د وضیعت په هکله موافقه به تر هغی لاس لیک نشي تر څو چې د افغانستان حکومت او د امریکا ترمنځ امنیتي تړون نه وي لاسلیک شوی.»

همداشان د امریکا د دفاع وزیر د ناتو او افغانستان ترمنځ د خبرو په هکله وویل: « د ناتو پریکړه چې په افغانستان کې د ځانگړ عملیاتو د ځواکونو په هکله خبرې پیل کړي، د نړیوالې ټولنې د تمایل یو بل ثبوت دی چې غواړي د ٢٠١۴ کال وروسته هم د افغانستان ملاتړ وکړي.»

د ناتو عمومي منشي راسموسن وایي د ناتو د وضیعت په هکله موافقتنامه په افغانستان کې د ناتو په مشرۍ ماموریت لپاره ضروري ده چې د ٢٠١۴ وروسته د افغان پوځ لپاره خپل روزنیز او مشورتي ماموریت پرمخ بوزي.

کارپوهان وایي له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو بشپړ وتل ښایي د افغان ځواکونو د ټوک ټوک کیدو په هکله اندیښنه راپورته کړي چې لا هم پوره پر پښو نه دي دریدلي، او کیدای شي دا کار یو ځل بیا د طالبانو سخت دریځه رژیم ته زمینه برابره کړي.
XS
SM
MD
LG