د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د جنوبي سوډان د بور له ښار نه خپل اتباع وایستل


د جنوبي سوډان د بور ښار څو ورځې وړاندې یاغیانو ونیوی

د جنوبي سوډان د بور ښار څو ورځې وړاندې یاغیانو ونیوی

امریکايي چارواکي وايي د جنوبی سوډان د بور له ښار نه یې خپل اتباع روغ رمټ ایستلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي د امریکا او د نورو ملګرو هیوادونو اتباع د یکشنبې په ورځ د ملگرو ملتونو او امریکا په ملکی هلیکوپترو کې د بور له ښار نه جوبا ته انتقال شوي دي.

د جنوبي سوډان د جنګلي د سیمې مرکز د بور ښار څو ورځې وړاندې یاغیانو ونیوی. د څو ورځو راهیسې، په جنوبي سوډان کې د یاغیانو او حکومت پلوه ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.

د شنبې په ورځ، د امریکا پوځ وویل چې نامعلومو وسله والو د امریکا په الوتکې باندې ډزې وکړې. په پيښه کې څلور امریکايي عسکر ټپیان شوي وو.

نړیوال او سیمه ییزه مشران هڅه کوي چې ښکیلو اړخونو ترمنځ شخړه پای ته ورسوي. امریکايي او نایجیریايي ډیپلوماتان په روانې اوونۍ کې جوبا ته ځي چې د مخالفو خواو ترمنځ خبرې اترې وشي او تشدد ختم شي.

د ملگروملتونو عمومی منشی بان کې مون د یکشنبی په ورځ د جنوبی سوډان له مشرانو نه وغوښتل چې د اوسني بحران لپاره دې سیاسی حل لاره پیدا کړي. هغه وویل د تشدد دوام د دغه ځوان هیواد راتلونکي ته گواښ دی.

ښاغلي کې مون وویل: « زه په جنوبي سوډان کې د امنیت د خرابیدو په اړه ژوره اندیښنه لرم. زه د ټولو سیاسي، پوځي او د ملیشو له مشرانو نه غواړم چې دښمنۍ ختمې کړي او د ملکیانو خلاف د تشدد نه لاس واخلي.

«تر ۴۰۰۰۰ کسانو پورې په جنوبي سوډان کې ملکیان د ملګروملتونو په اډو او نورو ځایونو کې پناه اخیستې ده. . . . زه د ولسمشر سلوا کي یر او د مخالفینو د سیاسي مشرانو، د ولسمشر د پخواني مرستیال رېیک ماچار په شمول، غواړم چې د اوسني بحران د ختمولو لپاره سیاسي حل لاره پیدا کړي.»

په عیني وخت کې، د جنوبی سوډان د پوځ ویاند وویل چې پوځ د یونیټي د سیمې په مرکز باندې ولکه له لاسه ورکړې ده. لیکن په جوبا کې چارواکي وايي یاغیان په دغه ایالت کې په هغو سیمو باندې کنټرول نه لري چې د تیلو زیرمې لري. حکومتي چارواکي دا هم وايي چې د تیلو د رایستلو پروسه د معمول په شان روانه ده.

په جنوبي سوډان کې د ملگرو ملتونو دفتر د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د احتیاط لپاره خپل غیر ضروري کارکوونکي له جوبا نه د یوگنډا هیواد ته انتقالوي.
XS
SM
MD
LG