د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان مشرانو جرګې نن هندوانو او سیکهانو ته د یوې څوکۍ ځانګړي کول ومنل ،
هندوانو او سیکهانو ته د یوې څوکۍ ورکول د افغانستان د جمهور رییس حامد کرزي د تقنینی فرمان پر اساس باید تر سره شوي وای خو ولسي جرګې د تیری میاشتې په ۲۵ باندې دا فرمان رد کړ.

په مشرانو جرګه کې د هنودوانو او سیکهانو استازی ډاکتره انارکلي هنر یار وايي خوشحاله ده چي نن دا پریکړه وشوه .

" نن د خوشحالۍ ځای دی چې مشرانو جرګې دغه فرمان تایید کړو خو دا پریکړه نهایي نه ده ځکه په دغه فرمان کې د دواړو مجلسینو پریکړه حتمي ده چي پخوا تر دې دواړو مجلسونو په دې باب یو نظر نه درلود . په دې هکله به نهايي پریکړه د دواړو مجلسینو ګډ کمیسیون کوي .نن د مشرانو جرګي د مجلس له خوا په اکثریت د ارا تصویب شو."

سره له دې چې د ګډ کمیسیون د جوړیدو نیټه او په دغه باب یې پریکړه معلومه نده خو انارکلي هنر یار وايی د حالاتو د ارزونې له رویه ډاډه ده چې دا ګډ کمیسیون به هم پریکړه د هندوانو او سیکهانو په ګټه وکړي .

دا په داسې حال کې ده چې نن د افغانستان مدني ټولنو د هندوانو او سیکهانو د قانوني حق په ملاتړ یوه غونډه جوړه کړې وه او له افغان پارلیمان نه یې وغوښتل چې هغوي ته دې د یوې څوکۍ د درلودو حق ورکړي .

د مدني ټولنې یو غړی باقی سمندر هندوانو ته د دغې څوکۍ او په پارلیمان کې د استازي لرل، د هغوي یو قانوني حق ګڼي چې باید د افغانستان د قوانینو پر اساس ورکړل شي .

" د هندوانو او سیکهانو حق تر پښو لاندي شوی او د دوي په هکله تبعیض شوی دی چې موږ د دغه تبعیض پر ضد یو. مونږ د دوي د حق دفاع کوو او غواړو د افغانستان د وګړيو په صفت دا حق ورله ورکړل شي."

په همدې حال کې د هندوانو او سیکهانو د سراسري شورا غړی رویندر سینګ وايي که افغان پارلیمان ېې قانوني حق ته غاړه کښینږدي نو آخرنې کار به ېې د وطن پریښودل وي .

" مونږ به په لومړي سر کې د نلسن ماندیلا یا ګاندهي په شان مدني کړنې تر سره کړو یا به د نه خوراک په اعتصاب به لاس پورې کړو ، یا به سوله ییز لاریونونه وکړو او که دغو کړنو نتیجه ورنه کړه نو موږ به دا وطن پریږدو . "
د هندوانو او سیکهانو د سراسري شورا مشر اوتار سینګ وايي په افغانستان کې د ۳۰ کلنو تنظیمي جګړو په اثر یی په هیواد کې شته جایدادونه د زورواکو له خوا غصب شول ، شتمنی یی تالان شوه او دوي د بی پته کیدو له ډآره د وطن پریښودو ته مجبوره شول. خو په هیواد کې د وضعیت د نسبي ښه کیدو وروسته بیرته راوګرځیدل هم چا ورته جایدادونه ونه سپارل.

د راویل سنګ په وینا د هندوانو او سیکهانو نږدې ۱۰۰۰ جایدادونه د زورواکانو له خوا غصب شويدي .

له بلې خوا په افغانستان کې د مړو د سوځونې لپآره د ځانګړي ځای د نه شتون نه هم زوریږي. اوتار سینګ وايي د طالبانو د حکومت پر مهال ورسره انصاف شویدی خو اوس ورسره انصاف نه کیږي.

" زه درته په جرات وایم چې د طالبانو په مهال له موږ سره ظلم ندی شوی او مونږ ستونزه نه ده لیدلې . هومره عدالت چې د طالانو په مهال له موږ سره شوی نن نه کیږي . د طالبانو په وخت که چا زموږ جایداد غصب کړی وو او موږ طالبانو ته مراجعه کړې وه نو د نیم سات په اوږدو کې يی زموږ جایداد بیرته راسپارلی دی خو د طالبانو د سقوط وروسته بیرته زورواکانو زموږ شتمني راڅخه واخیسته ."

تر جګړو د مخه نږدې ۸۰۰۰۰ هندوان او سیکهان پّه ټول افغانستان کې اوسیدل خو د جګړو له امله دا لږکي د وطن پریښودو ته مجبوره شول او نن یواځې ۷۰۰۰ تنه هندوان او سیکهان چې ۶۰۰ کورنۍ کیږي په ټول افغانستان کي شته دي .د هندوانو سراسري شورا وايي که چیرته به بهر کې میشت افغان هندوان د خپل امنیت په اړوند ډآډه شي نو بیرته به خپل هیواد ته راوګرځي او د لته به په پانګې اچولو سره افغانستان ته خدمت وکړي .
  • 16x9 Image

    بهارت صابر

    بهارت صابر له ٢٠١٠ کال راهیسې په کابل کې د امریکا غږ سره د خبریالې په حیث کار کوي. بهارت صابر د بي بي سي او په افغانستان کې د نورو تلویزوني، راډیويي او چاپي رسنیو سره هم د کار تجربه لري.

XS
SM
MD
LG