د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیکا د نفتو غني حوزې او د قیمتي ډبرو کانونه لري


په کابل کې د پکتیکا ولایت پرمختیایي کنفرانس
په کابل کې د پکتیکا ولایت پرمختیایي کنفرانس
د پکتیکا په پرمختیایي کنفرانس کې ددې ولایت والي محب الله صمیم وویل چې د نورو ولایتونو په پرتله ددې ولایت بیارغونی ته هیڅ پاملرنه نده شوی. د هغه په وینا د پکتیکا امن او نا امني پر شاوخوا ولایتونو اثر اچوي.

د پکتیکا پرمختیایي کنفرانس د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې او د پکتیکا ولایت په ګډو هڅو د سه شنبه پر ورځ په کابل کې جوړ شو.

په کنفرانس کې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د پالیسۍ او تخنیکي چارو معین فرید ماموندزي وویل: «پکتیکا د پرمختګ لپاره د نفتو غني حوزې، د قیمتي ډبرو کانونه، د کښت پراخې ځمکې او ټرانزیټي لارې لري.»

د ښاغلي ماموندزي په خبره که په یاد ولایت کې له طبیعي سرچینو موثره ګټه اخېسته تنظیم شي، پکتیکا به په لنډه راتلونکې کې پر یوه ودان او سمسور ولایت بدل شي.

د کنفرانس په ترڅ کې د پکتیکا والي محب الله صمیم د ولایت مهم لومړیتوبونه او انکشافي پلانونه د کنفرانس له برخوالو سره شریک کړل.

صمیم د سکتوري وزارتونو له استازو وغوښتل چې د پکتیکا ولایت انکشاف ته په خپلو لومړیتوبونو کې ځای ورکړي.

ښاغلي صمیم زیاته کړه: « پکتیکا د افغانستان وروسته پاتې ولایت دی او انکشاف پکې د امنیت پر وضیعت مخامخ اغېز لري.»

ښاغلي صمیم وویل چې د پکتیکا ولایت د پوهنې، بریښنا او نورو ټولنیزو اړتیاو په برخه کې د ستونزو سره مخ دی.

د پکتیکا پرمختیایي کنفرانس
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:14 0:00

په ملي شورا کې د پکتیکا ولایت استازو هم د خپل ولایت ستونزې او ننګونې وړاندې کړې.
د سکتوري وزارتونو استازو پکتیکا د افغانستان هغه ولایت وباله، چې تر ټولې ډېرې پاملرنې ته اړتیا لري.

دوی د پکتیکا ولایت لپاره د خپلو اړوندو وزارتونو پرمختیایي پلانونه او برنامې په ډاګه کړې.

په دې کنفرانس کې د کرنې او مالدارۍ د وزیر محمد اصف رحیمي او د کلیو د پراختیا او بیارغونې د وزیر ویس برمک سربېره د یو شمېر سکتوري وزارتونو معینانو، د مرستندویه بنسټونو استازو او په ملي شورا کې د پکتیکا ولایت د خلکو وکیلانو برخه اخیستې وه.

په انکشافي کنفرانسونو کې د ولایتونو پرمختیایي پلانونه او پروژې له مرسته کوونکو بنسټونو او سکتوري وزارتونو سره شریکېږي او د پلي کولو لپاره یې د اړوندو ارګانونو د مرستې غوښتنه کېږي.
XS
SM
MD
LG