د لاس رسي وړ اتصالات

د توغندیو په چاودنه کې د کابل۳ پولیس ټپیان شوی

  • همایون شعیب

ارشیف

ارشیف

په کابل ښار کې نن سهار د دوو توغندیو د چاودنو آواز واوریدل شو، یاد توغندي د کابل ښار په شپارسمه حوزه کې د وسله والو له خوا د توغولو په هدف ځای په ځای شوي وه، کله چې پولیسو د توغندیو د خنثی کولو لپاره سیمې ته ورغلل دوه توغندي وچاودیدل ، چې په نتیجه کې يې درې تنه پولیس ټپيان شوي دي.

حشمت الله ستانکزی د کابل د امنیه قومانداني ویاند امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې ټپیان روغتون ته لیږدول شوي ، خو د یوه پولیس صحي وضعه د اندیښنې وړ ده .

حشمت الله ستانکزی وویل چې د کابل پولیسو یو تن ددغو توغندیو د ویشتلو په تور نیولې دي.

حشمت الله ستانکزی وویل چې د توغندیو په برید کې ملکي خلکو ته تاوان ندی اوښتی.

د کابل د امني قومانداني مسوولین وايي چې په هماغه سیمه کې پولیسو یو بل توغندې چې د توغولو لپاره چمتو شوي وه هم شنډ کړي دي .

د بلې خوا بیا طالبانو ویلي دي چې په کابل کې د امریکا په سفارت څلور توغندي توغولي دي ، خو د کابل د امني قومانداني مسوولینو د طالبان ادعا رده کړي ده .

په کابل کې د امریکا د سفارت د مسولینو سره مو د پرله پسې اړیکو د نیولو سره سره په دي باب د دغه سفارت نظر ترلاسه نشوکړای .
XS
SM
MD
LG