د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې د حکومت درېیو وزیرانو استعفی وکړه


ارشیف: د ترکیې د کابینې وزیران د صدراعظم اردووان د رسیدو انتظار کوي
ارشیف: د ترکیې د کابینې وزیران د صدراعظم اردووان د رسیدو انتظار کوي
په ترکیې کې درېیو وزیران استعفی وکړه. د کورنیو، اقتصاد او چاپیریال وزیرانو د چهارشنبې په ورځ د ادارې فساد په اړه د تحقیقاتو په جریان کې خپلې استعفی ګاني اعلان کړي.

د ترکیې د چاپیریال وزیر اردووان بیرکتار د کابینې درېیم وزیر دی چې په هغه هیواد کې د ادارې فساد او رشوتخوریو د دسیسو د تحقیقاتو په جریان کې یې خپله استعفی اعلان کړه.

بیرکتار د ( این ټي وي) تلویزیون سره په مرکه کي وویل چي دی استعفی کوي. په دې مرکه کي هغه د صدراعظم رجب طیب اردووان نه هم وغوښتل چي استعفی دې وکړي.

د چهارشنبې په ورځ د اقتصاد وزیر ظفر کاگلیان او د کورنیو چارو وزیر معمر گیولر دواړو استعغی وکړه.

د دوی زامن په هغو ٢۴ کسانو کې دي چې تیره اونۍ د غبن او رشوتخوریو په تورونو نیول شوي دي.

د تحقیقاتو نه وروسته د بیرکتار زوی هم ونیول شو، مگر تر اوسه لا کوم رسمي الزام نه دی پر لگیدلی.

دا د ترکیې په حکومت کې د ادارې فساد تر ټولو لویه موضوع ده چې عدلي تحقیقات یې کیږي.

تحقیقات د ۱۴ میاشتو لپاره په پټه روان وو. څو ورځې وړاندې، د ترکیې حکومت د پولیسو په مقرارتو کې بدلون راوستی.

د نوو مقرارتو په اساس د پولیسو صاحبمنصبان باید چې خپل امرینو ته د شواهدو، تحقیقاتو، نیونو او شکایاتو په اړه راپور ورکړي.

همداراز، د نوو مقراراتو په اساس، هغه خبریالان چې په جنايي موضوعاتو باندې رپوټونه جوړوي د پولیسو مرکزونو ته د تګ نه منع شوي دي.

د حریت د ورځپانې د رپوټ په اساس د پولیسو شاووخوا ۵۵۰ صاحبمنصبان د خپلو دندو نه لیرې کړل شوي دي.
XS
SM
MD
LG