د لاس رسي وړ اتصالات

په جنوبي سوډان کې د جګړو د ختمولو غوښتنه شوې ده


په جنوبي سوډان کې جګړو یو شمیر خلک بې ځایه کړې دي.

په جنوبي سوډان کې جګړو یو شمیر خلک بې ځایه کړې دي.

د امریکا او ملگرو ملتونو چارواکو په جنوبي سوډان کې د قومي ناآرامیو او د پوځ او یاغي عسکرو تر منځ د جگړو د ختمولو لپاره د سولې او آرامۍ غوښتنه بیا تکار کړې ده.

وروستۍ جگړې د پاسني نیل د ایالت په لوی ښار مالکال کې شوي دي. د پوځ ویاند وویل چې د یاغیانو او حکومت ته د وفادارو کسانو تر منځ جگړې چې د سه شنبې په ورځ پیل شوي وي، پرون د چهارشنبې په ورځ هم روانې وي او دواړې خواوې لا په دې ښار کي حضور لري.

بل پلو ته څه دپاسه ۴٠ زره خلک لا هم د ملگرو ملتونو په اډو کې پاته دي او دا هلي ځلي کوي چې د دغو جگړو نه چې د جنوبي سوډان د دوو لویو قبیلو دینکا او نور ترمنځ روانې دي ځانونه پناه کړي.

د ملگرو ملتونو د بشري چارو کارکوونکی توبي لانزر وایي چې داسې ښکاري چې لس ورځې مخکې چې دا جگړې پیل شوي شاید په زرگونو خلک به پکښې مړه شوي وي.

مگر په جنوبي سوډان کې د ملگرو ملتونو ماموریت هغه خبر رد کړی دی چې ویلي یې و د یونیټي د ایالت په بینتو کې چې یاغیانو نیولی دی یو ډله ییز قبر پیدا شوی دی.

د ملگروملتونو عمومی منشی بان کې مون د یکشنبی په ورځ د جنوبی سوډان له مشرانو نه وغوښتل چې د اوسني بحران لپاره دې سیاسی حل لاره پیدا کړي. هغه وویل د تشدد دوام د دغه ځوان هیواد راتلونکي ته گواښ دی.

په جنوبي سوډان کې د ملگرو ملتونو دفتر د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د احتیاط لپاره خپل غیر ضروري کارکوونکي له جوبا نه د یوگنډا هیواد ته انتقالوي.
XS
SM
MD
LG