د لاس رسي وړ اتصالات

چین د ماوتسي تونگ د زیږیدنې ١٢٠مه کالیزه لمانځي


ماوتسي تونگ د چین د حکومت موسس دی او ٣٠ کاله په دغه هیواد کې واکمن و.
ماوتسي تونگ د چین د حکومت موسس دی او ٣٠ کاله په دغه هیواد کې واکمن و.
چین د پنجشنبې په ورځ د ماوتسي تونگ د زیږیدني ١٢٠مه کالیزه لمانځي. ماوتسي تونګ په چین کې حکومت تاسیس کړ او تقریبا ٣٠ کاله په دغه هیواد کې واکمن و. د هغه په اړه د چین خلکو ددوو ډولو نظرونو سره مخامخ دی.

د هغه وخت را پدېخوا چي ماوتسي تونگ په ١٩٧٦ کال کي مړ شو، د چین د پرمختگ او انکشاف په هکله د حکومت رسمي دریځ ٧٠ فیصده مثبت او ٣٠ فیصده منفي دی.

د چین د گلوبل ټایمز د حکومتي خپرونې د سروې له مخې د چین خلک هغه ته حتی تر دې لا په زیات مثبت نظر گوري او ٨٥ فیصده رایې ورکونکو ویلي دي چې د ماوو ښېگړي او قابلیتونه د هغه تر غلطیو او اشتباهگانو په پرتله ډیر زیات وو.

د ماوو طرفداران چي اکثره یې د زیات عمر لرونکي دي او د هغه د واکمنۍ وختونه یې ور په یادیږي وایي چې هغه چین د خارجیانو د اثر رسوخ نه آزاد کړ، د گډوډیو او بې ثباتیو نه یې وژغوره او یو موټی او واحد هیواد یې کړ.

نور بیا ماوو له دې کبله غندي چي د ټولنیزو جنجالي بدلونونو او پروگرامونو، لکه د ( یو گام په وړاندي) او د ( کلتوري انقلاب )، د عملي کولو په جریان کې یې په لسگونو ملیونه خلک ووژل.

د هاوای ـ پاسیفیک د پوهنتون د ختیځي آسیا د مطالعاتو د څانگې استاد
ویلیام شارپ امریکا غږ ته وویل چي د ماوو په باره کي به د خلکو نظر همداسې نا معلوم پاته وي ځکه چي حکومت په دې اړه بحثونه منع کړي دي.
XS
SM
MD
LG