د لاس رسي وړ اتصالات

امنیتي تړون په بهرنیو مرستو څه اغیزې لري؟


افغانستان او امریکا د دوه اړخیز امنیتي او دفاعي تړون په اړه لا هم موافقې ته سره ندي رسیدلي، کارپوهان وایي که چیرته تړون لاسلیک نشي او د ناټو او امریکا عسکر په بیړه د افغانستان نه واوځي، د دې خطر شته چې پدې تیرې یوې لسیزې کې شوي پرمختګونه به د لاسه لاړ شي.

د تیرو څو کالونو راپدیخوا امریکایي چارواکي وایي چې د بهرنیو هیوادونو په ځانګړي ډول د امریکا د مرستو له برکته په افغانستان کې د خلکو د ژوندانه چارې ډیرې ښې شویدي. یو څو مثالونه یې دا دي: د طالبانو د واکمنۍ په پرتله اوس په اوسط ډول د افغانانو عمر شل کاله زیات شویدی د 7 میلونو نه زیات ماشومان ښوونځیو ته ځي او د هغو میرمنو په شمیر کې هم 80 په سلو کې کمی راغلی چې د ماشوم زیږونې پر مهال به مړې کیدلې.

خو داسې ویل کیږي که چیرته په افغانستان کې میشت د ناټو او امریکا عسکر په بیړه راواوځي، نه یوازې دا چې دغه کامیابۍ افغانان د لاسه ورکړي بلکه د راتلونکې پرمختګ په برخې کې به هم د غټو ستونزو سره لاس او ګریوان وي.

که د امریکا سره تړون لاسلیک نشي چې د 2014 کال نه وروسته هم یو شمیر امریکایي عسکر په افغانستان کې پاتې شي، پدې کې هیڅ شک نشته چې امریکا به د افغانستان سره خپلې مرستې کمې کړي او بله دا چې نورې مرستندویه ادارې به هم د امنیتي ستونزې له وجې دیته مجبوره شي چې خپل کارونه کم کړي.

د امریکا د سولې په انسټیټیوټ کې د افغانستان او پاکستان د پروګرامونو مشر انډریو وایلډر وایي " که ټول امریکایي عسکر د افغانستان نه وایستل شي، دا به یو بشپړ ناورین وي. دی وایي که دا کار وشي ، امنیتي وضعه به خرابه شي او د پروژو د څارنې کار به ستونزمن شي نو په همدې خاطر به د امریکا کانګریس چې د پخوا نه د افغانستان سره د مرستو په برخې کې زړه نا زړه دی، ښایي په مرستو به موټي بند کړي. "

د مرستو کمولو خبرداری:

په عین حال کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي، جیمز ډابنز د کانګریس په یوې استماعیه غونډې کې ویلي دي: " په کابل کې د امریکا په سفارت کې د کارکوونکو د شمیر د لږوالي له وجې به هغوي هم دا توان ونلري چې مرستندویه کارونه په سمه توګه وکړای شي. " ډابنز وایي " زما قضاوت دا دی چې که عسکر مو هلته نه پاتې کیږي، مرستې به مو هم نه وي ځکه چې د مرستو لپاره زمونږ سیاسي ملاتړ یوازې د عسکرو په پاتې کیدو کې امکان لري."
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی، جیمز ډابنز په کابل کې د ولسمشر کرزي او نورو حکومتي چارواکو سره د ملاقات پر مهال

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی، جیمز ډابنز په کابل کې د ولسمشر کرزي او نورو حکومتي چارواکو سره د ملاقات پر مهال



امریکا او یو شمیر نورو هیوادونو پروسږکال ژمنه کړې وه چې تر 2015 کاله پورې به افغانستان سره د 16 سوه میلونه امریکایي ډالرو مرستې کوي خو په مقابل کې باید چې افغان حکومت د ښې حکومت ادارۍ، د بشري حقونو او د فساد سره د مبارزې په ډګر کې کوټلي ګامونه اخلي. رپوټ وایي د 2001 کال راپدیخوا امریکا په افغانستان 88 میلیارده ډالر مصرف کړیدي چې پدې کې پوځي مصارف ندي شامل.

امریکا اوس په افغانستان کې شاوخوا 39 زره عسکر لري، خو د نړیوالې پراختیا لپاره د امریکا د مرستندویه ادارې (USAID) یوه جګپوړه چارواکي (لیرې سمپلر) د امریکا کانګریس ته ویلي دي " که چیرته امریکایي عسکر په افغانستان کې پاتې هم شي، د مرستو پیسې به تر ډیره حده د هغو کامیابیو او پرمختګونو د دفاع لپاره لګول کیږي چې پدې تیرې دوولسو کالونو کې تر لاسه شویدي، او ډیره لږ پام به نویو کارونو او اهدافو ته کیږي. "

بل پلو امریکا او د ناټو غړیو هیوادونو لا وار د مخه پدې کار پیل کړیدی چې په افغانستان د ولایتي بیا رغونې د 28 ټیمونو فعالیتونه بند کړي او هغه امنیتي پوستې به هم افغان ځواکونو ته پریږدي چې د مرسته کوونکو ادارو امنیت یې ساته.

د عسکرو نه شتنون په صورت کې د مرستو دوام:

رپوټ وایي که فرض کړو چې د امریکا کانګریس دا ومني چې افغانستان سره به مرستې جاري ساتي، امریکا دا توان لري چې د عسکرو د نه شتون په صورت کې هم د خیریه مؤسسو، ټولنو او حتی دا چې د ګاونډیو هیوادونو له لارې په افغانستان کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د 1980 او 1990 په لسیزې کې هم چې په افغانستان کې کورنۍ جګړه وه، د ملګرو ملتونو تر څنګ یو شمیر نورې خیریه مؤسسو په افغانستان کې فعالیت درلود، پداسې حال کې چې د شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته نړیوالې ټولنې د افغانستان سره مرستې بیخې کمې کړې وې.

(یو ایس اې آی ډي) بیا د 1985 نه نیولې تر 1994 کاله پورې د پاکستان له لارې د افغانستان سره مرستې کولې، هغوي دا کار د غیرې دولتي مؤسسو او نورو پرمختیایي قراردادیانو له لارې په افغانستان کې پلی کاوه. رپوټ وایي که ټول نړیوال ځواکونه د افغانستان نه واوځي، امریکا کولای شي چې پخوانۍ تجربه بیا تکرار کړي او د ملګرو ملتونو او نورو ادارو له لارې خپلې مرستې په افغانستان کې جاري وساتي. خو مبصرین وایي چې پدا ډول شرايطو کې کار کول، به ډیر ګران وي.

د یو ایس اې آی ډی چارواکی، ښاغلی وایلډر وایي هغه تل د افغانستان سره د زیاتو ملکي مرستو د کمولو طرفداره و، هغه وایي کله چې د امریکا ولسمشر براک اوباما په 2010 کال کې افغانستان ته د شلو زرو اضافي عسکرو لیږلو پریکړه وکړه، په هغه وخت کې یو ایس آی ډي په هغه هیواد کې په کال کې 3.5 میلیارده ډالر مصرف کول، خو اوس که چیرته ناڅاپه دغه مرستې کمې شي نو داسې مانا ورکوي لکه سړی چې پوکانۍ ښه وپړسوي او بیا یو دم یې وچوي.

رپوټ وایي چې د افغانستان د ټول نفوس یوازې څلورمه برخه اوس د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري، مرکزي حکومت دومره کمزوری دی چې حتی د خپل لګښتونه د پوره کولو توان هم نلري، د طبیعي زیرمو او کانونو په برخې کې چې د خلکو غټه هیله وه، هم د پام وړکار ندی شوی خو د مخدره موادونو کاربار بیا ښه په زور کې دی.

امنیتي تړون او دیپلوماتیک حضور:

د نړیوالې پراختیا لپاره د امریکا د مرستندویه ادارې (USAID) چارواکي (لیرې سمپلر) وایي مونږ دا تمه نلرو چې په لسو کالونو کې به د افغانستان نه سویډن جوړ شي بلکه مونږ هیله لرو چې لږ تر لږه د بنګلادیش په شان هیواد به ترې جوړ شي.

بل پلو که ټول امریکایي عسکر د افغانستان نه واوځي، امریکا به مجبوره شي چې خپل دیپلوماتیک حضور هم کم کړي، امریکا غوښتل چې په 2012 کال کې په مزار شریف کې قونصلګري جوړه کړي خو د جګړه مارو ډلو د برید د خطر له وجې یې هلته قونصلګري جوړه نکړه. رپوټ وایي په نور افغانستان کې به هم د امریکا دیپلوماتیک حضور د همدې ډول ستونزو سره مخ وي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي جیمز ډابنز دا خبرداری هم ورکړیدی چې امریکا به حتی دیته هم مجبوره شي چې په کابل کې خپل سفارت وتړي لکه څنګه یې چې د 1990 په لسیزه کې کړی و. که دا کار وشي امریکا به دا پوره توان ونلري چې په افغانستان کې د ایران او پاکستان د لاس وهنو په مخنیوي کې د افغانستان د حکومت ملا ور وتړي.

رپوټ په پای کې د رانډ کارپوریشن د یوه کارپوه سیټ جونز له قوله لیکلي دي چې : که چیرته امریکا دیته انتظار هم وکړي چې امنیتي او دفاعي تړون به د افغانستان د راتلونکی ولسمشر سره لاسلیک کوي، ښایي چې یو شمیر دیپلوماتان، د مرستندویه ادارو چارواکي، د استخباراتو او تروریزم سره د مبارزې پرسونل به هلته پاتې شي. خو تر څنګ یې دا هم وایي چې اوس پوښتنه دا ده چې آیا امریکا به دومره حوصله ولري او که نه هماغه شان به د افغانستان نه هم واوځي لکه چې د عراق نه ووتل.
XS
SM
MD
LG