د لاس رسي وړ اتصالات

کابل د ژمي د لومړۍ واورې اورښت


کابل کې د لومړۍ واورې اورښت
کابل کې د لومړۍ واورې اورښت

د کابل په ګډون په مزارشریف او خوست کې هم واوره شوې ده،په خوست کې له اتو کالو وروسته نن واوره اوري.

نه یوازې کابل ښاریان د واورې اورښت ته خوښ دي، خوستیان هم د واورې د اورښت هرکلی کوي، ځکه دا په دغه ولایت کې واورې لومړۍ اورښت دي چې اته کاله وروسته ددغه نسبتآ ګرمې هوا لرونکې ولایت باندې اوري.

دا په سږني کال کې په کابل کې واورې لومړۍ اورښت دي.

د ژمي لومړۍ واوره دومره ناببره وه چې کابل ښاریان یې په ناڅاپي زیري په وختي سهار کې هېښ کړل.

واوره د شپې په تیاره کې ورېدلې ده او تپې تیارې شپې د سهار سپیده داغ سپېنې واورې ته سپارلې دي.
دا د سږني کال لومړۍ واوره ده چې د کابل په ښار کې وریږي، ترڅنګ یې په بلخ ،او په نورو ولایتونو کې هم واوره ورېدلې ده.

د څو انچونو لومړۍ واوره کابل ښاریانو ته ښه زیری دی، دې ښار کې مشهوره ده چې کابل دې بې زره وي خو بې واورې نه.

په کابل کې د واورې اورښت په دغه ښار کې د موټرو تګ راتګ د ستونزو سره مخ کړي او خلک د ښار په ډیرو برخو کې د موټرو نشتوالې لاحساس کیده چې ورسره په سړکونو دخلکو زیاته ګڼه او ګوڼه لیدل کیدله.


کلیوالو ته د سږ واوره د راتلونکي حاصلخیز کال زیری وي، همدا لامل دی چې خوښ دي.

د کابل د کارتې نو په سیمه کې جوهر حیدري وویل :

‪"‬هواء سخته سړه شوې وه، د واورې اورښت نه وو، له دې واورې سره خوښ یو.‪"‬

د ابن سینا د روغتون مشر ډاکټر رحمت الله وايي، د واورې ورېدو سره به هغه ناروغۍ راکمې شي چې د سړو له امله په ماشومانو کې ډېرې وې.

دی وايي، دا چې هواء پاکیږي له ګرد او غبار ساتل کیږي همدا لامل دی چې خلک د واورېد وریدلو هرکلی کوي.

خو د کابل ښار اوسېدونکی شکیب بیا وايي، د واورې ورېدو ته خوښ دي خو د ترافیکو او لار بندولو له امله یې ان د واورې د ورېدو خوښي هم هېره کړې ده.

‪"‬لارې بندې دي، مامورین، حکومتي کارکوونکي ټول په لیکه ولاړ دي، د سپرلیو موټر نشته دا لویه ستونزه ده په کابل کې.‪"‬

پخوا به معمولا د قوس د میاشتې په لومړیو کې واوره ورېده خو سږ کال بیا څه نا څه وځنډېده.

د هواء پېژندنې اداري که ځه هم په کابل کې د سه شنبې په ورځ د هوا د صافیدلو اټکل کړی خو د اټکل له مخې د هوا دا څپه به د څو نورو ورځو لپاره هم په افغانستان کې دوام ولري
XS
SM
MD
LG