د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې د ولگاگراد دوو چاودنو درنه مرگ ژوبله اړولې


Russia attacks
Russia attacks
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دوشنبې په ورځ په کرملین کې د صدراعظم دیمیتري مډویډیف سره د والگاگراد د دوو بریدونو په اړه خبرې وکړې.

کرملین وایي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د هیواد امنیتي ادارو او د روسیې د ترهگرۍ ضد ملي ادارې ته امر کړی چې په ټول هیواد او په تیره بیا په والگاگراد کې امنیت ټینگ کړي.

د دوشنبې په سهار د والگاگراد په ښار کې په یو برقي ښاري بس باندې برید ١۴ کسان په داسې حال ووژل چې یوه ورځ دمخه په همدې ښار کې د اورگاډي په یو ستیشن کې په برید کې شاو خوا اولس کسان وژل شوي وو.

ښاغلی پوتین د سوچي د لوبو د کوربتوب لپاره شخصا ډیر زیار ایستلی او هیله یې څرگنده کړې چې دغه لوبې په شانداره توگه ترسره شي. هغه په دې اړوند د چیچنیایي اسلامپالو او د سیمې د نورو سخت دریځو ډلو گواښونه له پامه غورځولي دي.

د روسیې د پلټنې د ادارې ویاند ولادیمیر مارکین په دې باور دي چې دا دواړه بریدونه سره تړاو لري او یوې ډلې ترسره کړي دي. د هغه په وینا دا یو ځانمرگی برید و.

په داسې حال کې چې ښایي ترهگر د سختو امنیتي تدابیرو په وجه په مشکل سره وکړای شي چې د سوچي د ښار د ژمني المپیک لوبې گډې وډې کړي.

والگاگراد ښاد د سوچي ښار څخه ٦٥٠ کیلو میتره لېرې موقعیت لري خو د جنوب په لور سترې ترانزیتي لارې له همدې ځایه تیریږي او د شمالي قفقاز کړکیچنې سیمې ته چې اسلامپاله سخت دریځه وسله وال په کې د اسلامي دولت جوړیدل غواړي د بسونو د تگ راتگ ډیرې لارې لري.

د روسیې د ولگاگراد ښار چاودنې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:26 0:00

د روسیې د عاجلو چارو د وزارت معین وایي د روسیې والگاگراد ښار کې د دوو بمي چاودنو وروسته اضطراري حالت اعلان شوی او په ټول هیواد کې د دوی کارکوونکي د تیارسۍ په حال کې دي.

د روسیې د روغتیایي چارو وزیره ویرونیکا سکوورتسووا چې د دوشنبې په سهار د پیښې سیمې ته تللې وه وایي د ټپیانو حالت ډیر خراب دی او د عاجلې لیږدونه دپاره یې دوه الوتکې استخدام کړي دي.

په داسې حال کې چې چارواکي د یکشنبې او دوشنبې د ورځو پرله پسې چاودنې ترهگریز بریدونه گڼلي خو تر اوسه چا ددې پیښو مسوًیت نه دی اخیستی.

څیړونکي وايي ښایي د شمالي قفقاز سخت دريځه وسلوال په دې بریدونو کې ښکیل وي.

د رپوټونو له مخې د چیچین د سخت دریځو وسله والو مشر دوکو عمروف په روسیه کې د سوچي ښار د المپیک د لوبو په گډون په ملکي هدفونو باندې د بریدونو خبرداری ورکړی دی.
XS
SM
MD
LG