د لاس رسي وړ اتصالات

سرتاج عزیز: پاکستان په افغانستان کې لاس وهنه نه کوي


په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم نواز شریف سلاکار سرتاج عزیز
په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم نواز شریف سلاکار سرتاج عزیز
په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز وايي چې پاکستان په افغانستان کې د کومې ځانګړې ډلې پلوي نه کوي او په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې هر ډول همکارۍ ته تیار دی.

ښاغلي عزیز ویلي دي چې د پاکستان د اوسني حکومت پالیسي د خپلو مسایلو حل او په سیمې کې د امن راوستل دي. هغه وویل چې د دوی دولت په افغانستان کې د لاس وهنې فکر نه لري او په افغانستان کې د کومې ډلې مرسته هم نه کوي.

د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز د امریکا غږ ډیوه راډیو سره په مرکې کې ویلي دي چې افغانستان او پاکستان اوږد سرحد لري او د سرحد څارنه د دواړو خواوو مسولیت جوړیږي. خو هغه دا هم وویل چې دا یو سخت کار دی چې په دې پوله تګ او راتګ په جدي توگه وڅارل شي.

هغه دا هم وویل چې پاکستان تیار دی چې د افغانستان د دولت او مخالفینو ترمنځ د سولې په خبرو کې خپل رول ولوبوي. هغه د افغانستان د اینده په اړه هم وویل چې دا د افغانستان د خلکو کار دی چې خپل سرنوشت څنگه ټاکي او پاکستان به د یو دوست هیواد په صفت د دوی د فیصلې درناوی وکړي.

د ښاغلي سرتاج عزیز سره د امریکا غږ ډیوه راډیو مرکه دلته اوریدئ شئ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:46 0:00
مستقیمه لیکه
XS
SM
MD
LG