د لاس رسي وړ اتصالات

د جمهوري ریاست انتخابات د بهر میشتو افغانانو له انده


افغانان راتلونکې ټاکنې د افغانستان له پاره برخليک ټاکونکې بولی او په هيواد کی د د يموکراسۍ د اصل په نظر کی نيولو سره د رڼو انتخاباتو د تر سره کيدو غوښتونکي دي تر څو له همدی لارې يو مشروع نظام ( قوی حکومت) چی د برنامو د عملي کولو توان ولري او مشروعيت يي د ولسونو له خوا اخيستل شوې او منل شوې وی رامنځ ته شي.

د ښو او رڼو ټاکنو له طريقه د هيواد د آبادۍ هيله يواځې دننه په افغانستان کی افغانانو سره نه بلکه بهر مېشتي افغانان هم ورته هيله مند دي او په هکله يي مختلف نظريات لري .

په لندن کی ميشت افغان تحقيقاتي مرکز مشر ډاکټر صلاح الدين سعيدی وايي " تر اوسه خلکو حکومتونه خپل د ارادې سمبول نه گڼل ، نو که اوس دا انتخابات شفافه او عادلانه ترسره شي او د خلکو د ارادې په اساس حکومت منځ ته راشي دا به ډير د اهميت وړ انتخابات وي."

ښاغلی سعيدی وایي " په تيرو څوکلنو کی لاس نه تللو فرصتو ته په کتو، هيله لرم ټاکنو ته پوره تياری نيول شوی وي او د نړيوالې ټولنې د نظر لاندې دې د افغاني تدابيرو تر څنگ نړيوال په خپلې مثبتې مداخلې په راتلونکو انتخاباتو کی له مونږ سره مرسته وکړي."

سياسی مبصر ډاکټر اسدالله هلالي بيا امنېتی ترينګلو حالاتو د ښوټاکنو په ترسره کيدو بی باوره کړیدی. ښاغلی هلالي په ټاکنو کې د اکثريت ولس گډون ته د شک په سترگه گوري او ټاکنی د اوسنی حکومت ددوام لپاره يوه توجيح بولی نه د سولې او ارامې لپاره کومه هيله.

خو بل پلو بیا د امريکا د کلفورنيا په ایالت کې ميشت افغان حيدر سعادت جبارخيل د ټاکنو نه وروسته ټول مثبت بدلونونه د ښو ،عادلانه او رڼو ټاکنو تر سره کيدو پوری تړلی گڼي هغه وايي:

" ټاکنې د ديموکراسۍ اصل دی او اهميت یي د تر سره کيدو په څرنگوالي پورې اړه لري او د خلکو گډون به په دی پروسه کی وروسته معلومه کړي چې دا ټاکنې څومره د ملک په خير دی."

ټول افغانان د راتلونکي نظام مشروعيت په ټاکنو کی د خلکو په پراخ گډون ، رڼو او عادلانه انتخاباتو ترسره کيدو پورې تړلې گڼی او هيله لری چی ټاکنې په همدی بڼه تر سره شي.
XS
SM
MD
LG