د لاس رسي وړ اتصالات

ماروین واینبم: کرزي د امریکا د نیت په اړه سمه ارزونه نه ده کړې


که چیري امنیتي تړون لاسلیک شي نو د ۲۰۱۴ کال نه ورسته به یو شمیر نړیوال عسکر په افغانستان کې پاته شي.
که چیري امنیتي تړون لاسلیک شي نو د ۲۰۱۴ کال نه ورسته به یو شمیر نړیوال عسکر په افغانستان کې پاته شي.
ډاکټر واینبم وايي ولسمشر کرزی دسپینې ماڼۍ د نیت په معلومولو کې سمه ارزونه نده کړې. دی په دې باور دی چې افغانستان چې څومره امریکا ته ضرورت لري، امریکا یې په هغه اندازه ورته نلري.

داکټر ماروېن واینبم دمنځني ختیځ په انستیتیوت کې د افغانستان ، ایران او پاکستان د چارو کارپوه او شنونکی دی. نوموړی د ترهگرۍ، پراختیا، سیاسي اقتصاد او دېموکراسۍ په مسایلو کې پراخه تجربه لري.

ډاکټر واینبم، د 1999 نه تر 2003 کال، د امریکا دبهرنیو چارو په وزارت کې د پاکستان او افغانستان د څیړنو تحلیل کوونکی و.

ولسمشر کرزي په خپلو څرګندونو کې ویلي دي چې دا چی امریکا وايي که چیري امنیتي تړون لاسلیک نه شي نو دوی به خپل ټول عسکر له افغانستان څخه وباسي، یوازې یو گواښ دی.

پر دې سربیره د افغانستان حکومت د دوشنبې په ورځ د امریکا د استخباراتو هغه اټکل رد کړ چی وايي که چیرته افغانستان له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک نکړي، نو دغه هیواد به له ګډوډۍ سره مخ شي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:36 0:00
مستقیمه لیکه
XS
SM
MD
LG