د لاس رسي وړ اتصالات

د پکتیا چارواکي وایي د انتخاباتود امنیت لپاره ډاډمن دي


که څه هم د پکتيا په يو شمېر ولسواليو کې د نوم ليکنې د پروسې پر مهال ځينې امنيتي ستونزې موجودې وې خو د دې ولايت ځايي حکومتي چارواکي وايي چې د راتلونکو ټاکنو لپاره يې پر ځانګړو امنيتي پلانونو کار کړی دی.

د پکتيا د امنيې قوماندان مل پاسوال زلمي اورياخېل امريکا غږ ته وويل، چې که په دغه ولايت کې اوسني امنيتي شرايط همداسې دوام وکړي، نو باور لري، چې د راتلونکو ټاکنو په مخ کې به هيڅ امنيتي ستونزې ونه لري.

ښاغلي زلمي اورياخېل وويل، چې د امنيتي ځواکونو تر منځ همغږي، د هغوی ښه اکمال او تجهيز او له امنيتي ځواکونو څخه د خلکو پوره ملاتړ هغه څه دي، چې له امله يې امنيتي ځواکونه ورځ تر بلې پياوړې کېږي.

هغه په دې برخه کې داسې وايي:

"انشاالله مخکنیو انتخاباتو ته به اوسني ډېر ښه انتخابات ولرو او ښه امنيت به ولرو او خلک به وکولای شي، چې په ټاکنو کې ونډه واخلي".

په پکتيا کې د ټاکنو د سيمه ييز دفتر د معلوماتو له مخې په تېرو پنځو مياشتو کې په دغه ولايت کې نږدې اويا زره کسانو په ټاکنو کې د ونډې اخيستنې لپاره نوم لېکنه کړې ده، چې ۲۵ زره يې ښځې دي.

د دغه دفتر د عامه پوهاوي مسوول شېرعلي فيضي امريکاغږ ته وويل، چې د تېرو ټاکنو د تجربو له مخې به په ډاډمنه امنيتي فضا کې وکړای شي، چې د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې د پراخې درغلۍ مخنيوی وکړي.

" دا ځل موږ ټولو خلکو ته ډاډ ورکوو، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې به شفافې ترسره کېږي. د ټاکنو دفتر په يواځې سره نشي کولای ټاکنې شفافې ترسره کړي، په دې کې به ټول خلک مرسته کوي".

د پکتيا ځينې اوسېدونکي هم له حکومتي چارواکو او دغه راز د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له مامورانو غوښتنه کوي چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو په راتلونکو ټاکنو کې د خلکو د پراخې ونډې اخيستنې او د درغليو د مخينوي لپاره پوره هڅې وکړي.

په دې اړه د پکتيا دوه تنه اوسېدونکي داسې وايي: " له مسوولو چارواکو غوښتنه کوو، چې ښه عامه پوهاوی وکړي او هغه څوک، چې نوي افغانستان ته راغلي دي، هغوی هم په ټاکنو کې برخه واخلي".

" له دولت نه مو دا غوښتنه ده، چې ټاکنې بايد په شفاف ډول ترسره شي، درغلۍ پکې ونشي او امنيت ټينګ کړي، چې هر څوک وکولای شي، ټاکنو کې برخه واخلي".

که څه هم د پکتيا په امنو ولسواليو کې د نوم ليکنې په بهير کې د خلکو ونډه ښه بلل شوې وه، خو بايد وويل شي، چې په يو شمېر ناامنه سيمو کې لاهم خلک نه دي توانيدلي، چې د رايې اچونې کارتونه تر لاسه کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم ويلي دي، د هغو هڅو له مخې، چې دوی په افغانستان کې د راتلونکو ټاکنو د خوندي تر سره کیدو لپاره کړي، ډاډمن دي، چې دغه ټاکنې په خوندي توګه په خپل وخت تر سره شي.
XS
SM
MD
LG