د لاس رسي وړ اتصالات

دپاکستان سره ګډې پولې ته نږدې ځانمرګي بريدونه


ارشیف
ارشیف
د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي اشنا راډيو ته وويل، چې دغه بريد نن سهار اوه بجې پيل شو او تر ٤٠ دقيقو نښتې وروسته پاى ته ورسید.

احمدضياء عبدالزي وویل چې په دې نښته کې شپږ بريد کوونکي وژل شوي، خو افغان ځواکونو ته په کې هيڅ ډول زيان نه دى اوښتى او دناټو ځواکونو دمرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

عبدالزي زياته کړه چې بريد کوونکوي ټول شپږ تنه وو ، دوو تنو يې لومړى خپل ځان له چاودېدونکو توکو څخه ډک موټرسره دياد مرکز مخې ته چاودنه ورکړه او څلور نور يې ګډو ځواکونو سره پر جګړه ونښتل.

دوالي وياند زياتوي چې په دې جګړه کې څلورتنه بريدګر خپل هدف ته تر رسیدو وړاندې دافغان ځواکونو له لوري ووژل شول.

دى وايي چې په ياده پیښه کې ملکي وګړو ته هم زيان نه دى رسېدلى.

که څه هم چې دوالي وياند دناټو ځواکونو دتلفاتو په اړه ناخبره ښيي خو په کابل کې ناتو ځواکونو مطبوعاتي دفتر ديوې اعلاميې په خپرولو سره منلې چې په ياده پیښه کې يې يو سرتیرى وژل شوى دى.

ناټو دخپل وژل شوي سرتیري هويت نه دى په ډاګه کړى.

دننګرهار دپوليسو وياند سمونيار حضرت حسين مشرقيوال اشنا راډيو ته وويل چې په دې مرکز کې افغان ملي پوليس،ملي اردو،سرحدي پوليس او ناټو ځواکونه مېشت دي.

ددغې پېښې مسوليت وسله والو طالبانو پرغاړه اخيستى او ويلي يې دي چې په ياده پېښه کې اوو تنو ځانمرګو بريدګرو برخه لرله چې اوه واړه وژل شوي خو افغان او ناټو سرتیرو ته يې هم درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

خو افغان چارواکي دوسله والو طالبانو دا ادعا نه مني.

غني خيل دننګرهار يو له هغو نسبتآً پر امنو ولسواليو څخه ده چې دتورخم-جلال آباد پر لويه لار موقعيت لري.

د ٢٠١٤ميلادي کال په پيل کې په خپله بڼه کې دا لومړۍ پیښه ده چې په دافغانستان په ختيځ کې ترسره کیږي.
XS
SM
MD
LG