د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال دوستم له ټاکنیزو اصولو سرغړونه کړې


نادر محسني د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ویاند
نادر محسني د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ویاند
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي، د جمهوري ریاست د کاندید اشرف غني احمدزي لومړي مرستیال جنرال دوستم له ټاکنیزو اصولو سرغړونه کړې او ورته یې رسمي خبرداری ورکړی دی.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون ویاند نادر محسني د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، جنرال دوستم په یوې غونډې کې داسې څرګندونې کړې وې چې د ټاکنیزو قوانینو په خلاف وې او له وخت مخکې یې ټاکنیزو کمپاین کړی وو.

هغه وویل چې دوی نن دا پرېکړه کړې چې جنرال دوستم ته به په کتبي ډول دا خبرداری ورلیږي او ترې یې غوښتي چې داسې څه و نه کړي چې د اصولو په خلاف وي.

نادر محسني وویل :

‪"‬مونږ د ټاکنو د قانون د دریېمې مادې د ۶۴ مادې په اساس نن پرېکړه وکړه چې د جناب اشرف غني احمدزي لومړي مرستیال جناب عبدالرشید دوستم ته په کتبي ډول خبرداری ورکړو چې د ټاکنو اصولو مراعت کړي او دا خبرداری به ورته ولېږل شي.‪"‬

ښاغلي محسني دا هم وویل چې د ولایتي شوراګانو یو شمېر کاندیدانو هم له وخت مخکې ټاکنیز کمپاینونه کړي دي، هغه له ټولو کاندیدانو وغوښتل چې د ټاکنو د مهالویش او اصولو مراعت وکړي.

ښاغلي نادر محسني دا هم وویل چې دوی د جمهوري ریاست د کاندیدانو په تړاوو اووه داسې موارده چې جرمي وو عدليي او قضائي ارګانونو ته استولې ځکه چې دمحسني په وینا دا شکایتونه د دوی له کاري واک بهر وو.

هغه وویل له هغه وروسته یې چې د کاندیدانو وروستی لست اعلان کړی، پر کاندیدانو شکایتونه هم را کم شوي دي.
XS
SM
MD
LG