د لاس رسي وړ اتصالات

یوه ډله نیول شوې چې مشر یې د بګرام پخوانی قیدي دی


د ملي امنیت ادارې په کندهار کې د ناامنیو په تور د یوې داسي ډلي د نیول کیدو خبر ورکړ چي مشري يې له بګرام زندان څخه خوشي شوی یو طالب قومندان کوي .

ملي امنيت وايي چي نیول شوې ورانکاره ډله په کندهار کي له تیرو څو کالو راهیسي فعاله او دوی ته مطلوبه وه ، چي پنځلس غړي يې تیره شپه د کره معلوماتو پر بنسټ د ځانګړو عملیاتو په ترځ کي ونیول شول .

پر نيول شوي وسله والي ډلي باندي تور دی چي د دې ولایت په مرکز کي په بیلا بیلو ځانمرګو اوغلچکیو بریدونو ، ماین چاودنو او ځینو نورو کړنو کې يې لاس درلود .

د ملي امنیت اداره وايي چي د نیول شوي ډلي مشري د مولوي منیب په مستعار نوم د وسله والو طالبانو يو سیمه ييز قومندان کوي چي څو میاشتي مخکي له بګرام زندان څخه خوشې شوی او اوس د ډیورنډ پولي هاخوا په چمن ښارګوټي کي اوسیږي.

ملي امنیت خبریالانوته یوه وېډیويي پیته هم وسپارله چي نیول شوي کسان د تر سره کړوغلچکیو بریدونو ، ماین چاودنو او ځینو نورو ناامنیو په اړه څرګندونې کوي .
یو تورن کس پدې اړه داسې وویل:

" زما نوم ملا داد محمد دی ، مولوي صاحب چي امریکایانو ټینګ کې د شهیدانو په چوک کې ، خو تیر کال به پسرلي ته یوه میاشت وخت پاته وو چي دی له بګرام زندان څخه راخوشې شو او چمن ته ولاړ. موږهم چمن ته مبارکۍ ته ورغلو، هلته يې راته وويل چي هغه مخکنۍ انډیوالي موده ؟ ما ورته وويل چي هو . بیا هغه وو چي په کندهار کې مي یو کس وويشت. بل هغه درې نفره نور د ښار په رنګ ریزانو دانه کي هم موږ وويشتل چي دوه يې زما ملګرو او یو يې ما وويشت. "

تر دې یوه ورځ مخکې د ملي امنیت ادارې د ۱۷ نورو کسانو د نیول کيدو خبر ورکړی وو چي د کندهار په مرکز او ولسوالیو کې نیول شوي وو .
که څه هم کندهار د تیر په پرتله له نسبي امنیت څخه برخمن دی خو لاهم غلچکي بریدونه او ماین چاودنې په دې ولایت کې د امنیت په وړاندې دوې هغه ستري ننګوني دي چي د کندهار ډیر اوسیدونکي ورڅخه اندېښمن دي .
  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG