د لاس رسي وړ اتصالات

ترافیکي پېښې بیا په وردګو کې د سپرلیو ژوند اخیستی


په کابل کې د واورې اورښت
په کابل کې د واورې اورښت
د کابل - کندهار په لویه لار په میدان وردګو کې د یوې ترافيکي پېښې له امله څلور سپرلۍ وژلې شوي او یو څلوېښت نور ټپیان شوي دي.

دا ترافیکي پېښه د میدان وردګو ولایت د سید اباد ولسوالۍ په دشتې توپ په سیمه کې د چهارشنبې په سهار دیوه درې سوه او درې بنز بس د سپرلیو د موټرد اوښتو له امله راپېښه شوې ده.

د میدان وردګو د ولایت چارواکو ددغه موټر د چپه کېدو لامل د موټر تیز سرعت او د واورو اورښت ګڼلی خو عام خلک چې له دغې لارې سفر کوي وايي، موټر چلوونکي په ډېرې بې احتیاطۍ موټرې چلوي جې وخت ناوخت ددغسې پیښو سبب ګرځې.

ځینو خلکو په اعتراض ان لاریونونه هم کړي او د کابل کندهار د لارې د سپرلیو لېږدونکو شرکتونه یې په بې پروايۍ هم ګرم کړي دي.

پېښه د سهار په څلور بجو شوې او معمولا همدا وخت له کابل نه کندهارته او له کندهاره کابل ته مسافر خپل سفرونه پیلوي.


د میدان وردګ د ولایت د مطبوعاتي دفتر مسؤل عطاء الله خوږیاڼی وايي، د سید اباد د پېښې ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

هغه وویل :

‪"‬په یو څلوېښتو ټپیانو کې د نهو نورو روغتیايي وضعه د اندېښنې وړ ده، د پېښې ټپیان او مړي د میدان وردګو مرکزي روغتون ته رسول شوي دي.‪"‬

له تېر ماښام راهېسې د افغانستان په ځینو سیمو کې واورې ورېدل پیل شوي په کابل کې هم له نن سهار راپدېخوا د واورې وریدل پیل شوي.

دا په کابل کې د سږکال دوهم ځل واوره ده چې لا وریږي.

په ځینو هغو ولایتونو کې چې معمولا په ژمي کې واوره نه اوري، بارانونو د وریدلو رپوټونه ورکول شوي دي.

سږ د تېر کال د همدې مودې په پرتله سږکال واوره لږه وریدلې ده، ددې کال د واورې د ورېدو له پیله دا لومړی ترافيکي پېښه ده چې په زیات تلفات یې اړولې دي.

ځینو راپورونو ښودلې ده چې د جګړي وروسته په افغانستان کې په ترافیکو پېښو کې د مرګ ژوبلې کچه تر نورو ټولو عواملو لوړه ده.
XS
SM
MD
LG