د لاس رسي وړ اتصالات

جان کېري او د منځني ختیځ د سولې هلې ځلې


US-Middle East
US-Middle East
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وایي د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د هر اړخیزې سولې د موافقې د رامنځ ته کیدو هڅې ورو دي، خو بیشکه چې پرمختگ کوي.

جان کېري چې د سولې د هڅو د کامیابیدو په اړه پوره هوډمن او مطمین دی، د روانې اونۍ په پیل کې یې اسرائیل له تگ دمخه خبریالانو ته وویل چې خبرې سمې روانې دي: « هدف روښانه کیږي، او معما په څرگندیدو ده.»

خو په سیمه کې لکه د اردن د سیند په لویدیځه غاړه، د فلسطینیانو او یهودي ناقلینو ترمنځ د شخړو له امله اندیښنې زیاتې شوي دي.

فلسطینیان د یهودي ناقلینو د تاوتریخوالي ډک چلند نه سر ټکوي خو د اسرائیل پوځ وایي ددې شخړې په نتیجه کې یې یولس تنه ناقلین له سیمې ایستلي دي.

د امریکا د سولې د انستیتیوت کارپوه نیل کریتس وایي: « خلک غواړي وویني چې مذاکرات نتیجه ورکوي او ورځ په ورځ مثبت بدلون رامنځته کیږي. نه یوازی دا چې وضعیت ښه وښودل شي، بلکې واقعي کوششونه چې نه یوازی د لارو چارو لپار بلکې هغه د فلسطیني هیواد د جوړیدو او دوه هیوادونو د حل لارې په لور ولاړ شي.»

خو که د فلسطین او اسرائیل نظر ته وکتل شي، حالات لږ بدل شوي. اسرائیل لاهم د یهودي ناقلینو آبادیو ته دوام ورکوي او فلسطینیان د خپلو هغو بندیانو د ازادیدو هرکلی کوي چې د اسرائیل صدراعمم یې قاتلین گڼي.

نتنیاهو وایي: « ددې پرځای چې فلسطینیان سولې ته تیار کړي، فلسطیني مشران هغوی ته د نفرت درس ورکوي.»

دا په داسې حال کې دي چې فلسطینی مخکښ مرکچي صائب عریقات په لندن کې چاپیدونکې شرق الاوسط ورځپاڼې ته په مرکه کې ویلي چې نوموړی د فلسطیني مشر محمود عباس د ژوند په هکله اندیښمن دی چې بوډا کیږي او ددې ادعاو په وجه بې اعتباره شوی چې وایي اسرائیل د فلسطین مشر یاسر عرفات ته زهر ورکړي ول.

جان کېري او د منځني ختیځ د سولې هلې ځلې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:25 0:00

خو د څیړونکي آرون میلر په اند د دښمنو ډلو ترمنځ د موافقې د رامنځ ته کیدو امکان لاهم شته. هغه وايي: «د حقیقت یو اړخ دا دی چې دا هڅې د دوه داسې مشرانو لخوا پرمخ بیول کیږي چې نه غواړي د ددې پروسې د ناکامیدو پړه پرې واچول شي.»

خو د کارپوهانو په اند داسې ښکاري چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري اوس مهال خپلو هڅو ته لا ژمن دی.
XS
SM
MD
LG