د لاس رسي وړ اتصالات

تېر کال د دسمبر په پېل کې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د طالبانو د مهم قوماندان ملا نصیرالدین حقاني د وژنې نه پس د دسمبر په ٢٦ په کویټه کې د طالبانو یو بل قومندان ملا نورالله هوتک، د دسمبر په ٢٩ ملا عبدالملک چې په بریالي مشهور دی او د جنوري په پنځمه د کوټې ښار ته نږدې د کچلاک په سیمه کې ملا سلیم ووژل شو.

دا چې دا کسان د طالبانو په صفونو کې څومره مهم وو ، په دې اړه د نیوز ویک د مجلې افغان خبریال او د طالبانو د چارو څیړونکی ښاغلي سمیع یوسفزی وايي.

تیر کال په کوټه کې په یوې مدرسې کې د طالبانو د وخت د تعلیم تربیې معین ملا سید خیل ټپي شوی و، بیا ملا نورالله هوتک چې د زابل و، او ملا مالک چې په وینا د کاپیسا دی او د اول صف قوماندان دی او همدا شان د پیښور اکوړه خټک سره د طالبانو قاري بریال باندې حمله وشوه.

په کراچۍ بلدیه ټاون کې هم د طالبانو په کسانو ډزې شویدي. همدا شان د طالبانو یو مهم مشر ملا اغا جان معتصم باندې هم په کراچۍ کې پخوا ډزې شوې وې چې نوموړی پکښې ټپي شوی وو، خو له برید نه ژوندی وتی و.

خو دا چې د طالبانو دا مهم کسان چا وژلي او ولې یې یې د وژلو هڅه کړې، په دې اړه مو چې کله په کوټه کې د بلوچستان د صوبايي حکومت د اطلاعاتو وزیر ښاغلي عبدالرحيم زیارت وال سره اړیکه ونیوله نو هغه د دې پیښو نه بلکل ناخبري وښودله او د څه ویلو نه ېې ډډه وکړه.

خو په کوټه کې د آزادۍ راډیو د خبریال بارکوال میاخیل وايي چې په دې موضوع چې څومره له ځايي چارواکو سره غږېدلی هغوی پټه خوله دي. هغه وايي چې د دغو پیښو په اړه د پاکستاني مقاماتو په ځای د افغان چارواکو د خولې نه خبرونه اوریدل شوي دي او د دوي د وژنې خبرونه د پولې د پورې غاړې نه را راسیدلي دي. خو بارکوال میاخیل بیا د طالبانو د ځینو ناتاید شوو سرچینو له قوله وايي چې

د طالبانو ځینې ناتاید شوې سرچېنې وايي چې د دوی د دغو کسانو په وژنه کې د افغانستان د استخباراتو د ادارې، ملي امنیت لاس دی.

مشهورې امریکايي ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال هم د جنوري په پنځمه خپله گڼه کې د افغان طالبانو د منابعو له قوله د افغانستان د ملي امنیت اداره په دې وژنو کې په لاس لرلو تورنه یاده کړې ده. خو د همدې ورځپاڼې په راپور کې د افغانستان د ملي امنیت چارواکو دا تورونه رد کړیدي.

د افغانستان د امنیتي چارو کارپوه او د کورنیو چارو پخواني لوړ رتبه چارواکی ښاغلي داودو جلالي په پاکستان کې د طالب قوماندانو په وژنه کې د ملي امنیت لاس لرل په کلکه ردوي

"د افغانستان ملي امینت ادارې تل د افغانستان د امنیت د ساتنې دپاره کار کوي او کله ېې هم د بل هیواد په خاوره کې فعالیت نه دی کړی او نه ېې هلته د کوم چا د وژلو دپاره گام اخیستی."

خو ښاغلی داود جلالي د دغو طالبانو د وژنې مسولیت په پاکستان کې په ځینو کړیو اچوي او وايی: "هرکله چې په پاکستان کې میشت افغان طالبانو د صف نه کوم مشر په افغانستان کې د سولې د بهیر سره د یو ځای کیدو هڅه کوي نو یا د ملا برادر غوندې نیول کیږي او یا بیا وژل کیږي."

"هغه افغان طالبان چې پاکستان کې میشت دي او د سولې د شورا سره تماس نیسي یا سولې د بهیر سره یو ځای کیږي نو د پاکستان استخباراتي کړۍ یا ای ایس ای رامخ ته کیږي او د دغو طالبانو مخه نیسي یا یې بندیان کوي او دوي له منځه ځي."

خو خبریال سمیع یوسفزی بیا وايي چې د دې طالبانو د وژنو مختلف علتونه کیدای شي.

"ځیني یې د نورو خلکو لخوا د غچ اخیستو په سبب وژل شویدي. دا هم احتمال شته چې د افغانستان د ملي امنیت ځنیني کسان په انفرادي توگه داسې وژنو کې لاس ولري. سمیع یوسفزی زیاتوي چې دې پیښو د زیاتیدو سره پاکستان کې میشت طالبان اوس ځانونه خوندی نه احساسوي."

هغه وايي: په مجموع کې دا وخت پاکستان کې دننه افغان طالبان د ویرې او احتیاط سره مخامخ دي او حيران دي چې څنگه هغه ځایونه چې دوي په کې ځانونه خوندي احساسول د دوي مشران وژل کیږي.

په پاکستان کې د افغان طالبانو د مهم قوماندانانو قتلونه د سیاسي او امنیتي چارو څارونکو ته ډیرې پوښتنې پیدا کړې دي او څوک په څرگنده نه شي ویلای چې دا لړۍ به تر کومه دوام وکړي
  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.

XS
SM
MD
LG