د لاس رسي وړ اتصالات

عراق یو ځل بیا د فرقوي جګړې په درشل کې


د عراق صدر اعظم نوري المالکي د چارشنبې په ورځ ویلي، پوځ به تر هغه وخته د الانبار په ایالات کې د رمادي او فلوجې په ښارونو برید نکوي تر څو چې ددې سیمي قومي مشران د القاعده د جنګیالیو په خلاف جګړه کوي.

که څه هم چې په عراق کې مطبوعات وایي پوځ د فلوجې په ښار باندې د برید لپاره چمتوالی نیسي خو ښاغلي المالکي د جګړه مارانو نه غوښتي دي چې تسلیم دې شي.

د عراق صدراعظم نوري المالکي د الانبار په ایالت کې د سني مذهبه قومي مشرانو نه وغوښتل چې د منطق نه دې کار واخلي او په جګړې کې دې د حق طرفدراي وکړي. هغه د خلکو نه غوښتلي دي چې د هغه په قول د " تروریستانو او اسلام پالو ملاتړ دې نکوي" او خلکو ته یې خبرداری ورکړ چې " د القاعدې لخوا د پیل شوي جنګ سره دې همکاري نکوي."

ښاغلي مالکي مخکې پخپلو خبرو کې دیته اشاره کړې وه چې د الانبار ایالت د فلوجې په ښار به پوځي حمله وځنډوي. دغه سیمه اوس د عراق د اسلامي دولت په نامه د جنګیالیو د یوې ډلې په لاس کې ده چې د القاعده د شبکې سره اړیکې لري. ښاغلي مالکي ویلي دي که د سیمې قومي مشران د دغو جګړه مارانو په خلاف جګړه کوي، نو مونږ به برید ونکړو.

د عراق صدراعظم پخپلې اوونیزې وینا کې د نړۍ د قدرت لرونکو هیوادونو نه هم وغوښتل چې د هغه په قول د یوه ناوړه ډلې سره په جګړې کې دې د هغوي ملاتړ وکړي. د عراق د سره صلیب ادراه وایي چې پدې تیرو څو ورځو کې د جګړو له وجې لږ تر لږه 13 زره کورنۍ دیته مجبوره شویدي چې خپل کور کلی پریږدي او نورو سیمو ته کډه شي.
د سیمې یوه اوسیدونکي د روانې وضعې په اړه داسې وایي:

" ټولنیز خدمات په ټپه ولاړ دي، ګاز ، تیل او غوړي نه پیدا کیږي. خلک مجبوره دي چې نورو سیمو ته کډه وکړي. "

په عین حال کې د العربیه تلویزیون رپوټ ورکړی ؤ چې جګړه مارانو پرون د چارشنبې په ورځ یو هیلوکوپتر هم راغورځولی دی خو دغه تلویزیون د صدر اعظم المالکي دفتر له قولي بیا وروسته وویل چې دا هیلوکوپتر د تخنیکی ستونزو له وجې لویدلی دی.

برید جنرال رشید فولیحاچې د رمادي په سیمې کې د پوځي لوا مشري په غاړه لري، وایي چې حکومتي ځواکونه په جګړې کوم مهم نقش نلري.

" زمونږ پوځیان دلته ناست دي، او د سیمي قبایل لګیا دي د اسلا پاله جګړه مارانو سره جګړې کوي. "

مبصرین وایي چې د عراق اوسنۍ جګړه څو مهم عوامل لري، لومړی دا چې په 2011 کال کې امریکایي عسکر په بیړه د عراق نه ووتل، بله دا چې دعراق پوځ روزنه هم نیمګړې ده او تر ټولو مهمه بیا دا چې صدراعظم نوري المالکي نه غواړي چې قدرت د خپلو سني مذهبه سیالیانو سره شریک کړي.

د پاریس په پوهنتون کې پروفیسر ابو دیاب وایي، دعراق صدراعظم د سني قبایلي مشرانو نه غواړي چې د هغو جګړه مارانو په خلاف د جګړي مشري وکړي چې هغوي هم سنیان دي.

" صدر اعظم نوري المالکي دا کار پدې خاطر کوي چې پخپل هیواد کې د شعیه ګانو او سنیانو تر منځ د جګړې مخه ونیسي ځکه که داسې یوه جګړه ونښلي، نو په ډیر قیمت به تمامه شي. "

پدې تیر یوه کال کې په عراق کې فرقوي شخړو بیا زور اخیستی، او بله دا چې د ښاغلي مالکي په حکومت کې واک ډیر د شعیه ګانو سره دی چې د فلوجې په ښار کې یې محبوبیت ډیر لږ دی.

د امریکا متحده ایالات د القاعده د جګړه مارانو سره پدې جګړې کې د عراق د حکومت سره د بې پیلوټه الوتکو او د هوا نه ځمکې ته د واریدونکو توغندیو مرسته کوي.

د ولسمشر براک اوباما مرستیال جوبایډن د دوشنبې په ورځ د عراق د صدراعظم نوري المالکي سره په ټیلفون کې خبرې وکړلې او د تندلاره ډلو سره پدې جګړې کې ېې د امریکا د مرستو ډاډ ورکړ خو بل پلو بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ویلي دي چې امریکا به عراق ته عسکر ونه لیږي.
XS
SM
MD
LG