د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې دملي اردو ۶ عسکر مسموم شوي دي


ارشیف

ارشیف

په خوست کې د ملي اردو شپږ تنه سرتېري د ډبرو د سکرو د ګاز له امله لومړی مسموم شوي او بیا وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د خوست د والي وياند مبارزمحمد ځدراڼ امريکا غږ ته وويل، چې دغه پېښه د امريکايي ځواکونو په پخوانۍ پوځي اډه صحراباغ يا سلارنو کې تېره شپه رامنځته شوې ده.

دغه پوځي اډه، چې د خوست ښار په ختيځ کې پرته ده، شاوخوا څلور زره امريکايي عسکر پکې مېشت وو او نږدې دوه مياشتې مخکې له امريکايي عسکرو تخليه او افغان امنيتي ځواکونو ته سپارل شوې ده.

مبارزمحمد ځدراڼ وويل، چې مړو شويو سرتېرو د شپې له خوا په دغه اډه کې د استراحت په خونه کې د ډبرو سکاره روښانه کړي وو، چې د سکرو د ګاز له امله په خوب ويده مسموم شوي وو.

هغه زياته کړه، چې دغه سرتېري سهار وختي ولايتي ملکي روغتون ته انتقال شول، خو وروسته يې د درملنې پر مهال په روغتون کې يو پر بل پسې ساه ورکړه.

په خوست کې د ملي اردو د ۲۰۳ تندرقول اردو وياند تورن عبدالله امريکاغږ ته د دغې پېښې د تايید تر څنګ وويل، چې پېښه د سرتېرو د بې غورۍ له امله رامنځته شوې ده.

تورن عبدالله زياته کړه، چې په لومړيو کې د سرتېرو روغتيايي وضعيت ډېر د اندېښنې وړ نه و، خو وروسته يې حالت خراب شوی او په روغتون کې مړه شوي دي.
XS
SM
MD
LG