د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ:هغه بندیان آزادوو چې پر وړاندې یې شواهد نشته


ارشیف

ارشیف

د ارګ په ماڼۍ کې د عدليي او قضائي بورډ په ناسته کې پرېکړه شوې چې د پروان له ۸۸ زندانیانو به هغه بندیان خوشې کوي چې پر وړاندې یې شواهد نشته.

نن پنجشنبه د جمهور رئیس حامد کرزي په مشرۍ په ارګ کې په یوه غونډه کې، د ملي امنیت د سرپرست د راپور په اساس پرېکړه شوې چې د ۸۸ زندانیانو نه دې هغه بندیان لويې څارنوالۍ ته و پېژندل شي چې په وړاندې یې ملي امنیت اسناد او شواهد لري.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې، د ملي امنیت سرپرست عدليي او قضائي غونډې ته راپور ورکړی چې د پروان د زندان نه چې په اعلامیه کې د باګرام زندان یاد شوی، له ۸۸ زندانیانو یوازې د ۱۶ په اړه اسناد شته چې دوی مجرم ښودل کیږي.

د ۴۵ زندانیانو په اړه هیڅ داسې اسناد وجود نه لري چې دوی دې مجرم وښودل شي.

ددغو زندانیانو د ۲۷ په اړه داسې شواهد شته چې یوازې په اطلاع نیول شوي دي.

په ارګ کې په عدليي او قضائي غونډې کې پرېکړه شوې چې بې شواهده زندانیان دې خوشي شي، خو دا لا ندي ویل شوي چې په څومره شمېر کې به بندیان خوشي شي .

د ارګ خبرپاڼه وايي چې پدې غونډه کې د قضائي ادارو د چارواکو په ګډون د بګرام د زندان د دوسیو د څېړنې د بورډ غړي هم حاضر ول.

بل لورته په افغانستان کې د ایساف او ائتلاف د ځواکونو عمومي قومندان جنرال جوزیف ډنفورډ بیا د ۸۸ زندانیانو د خوشې کولو د تصمیم په تړاوو د ارګ د غونډې وړاندې خبریالانو ته وویل چې هیڅ تصمیم ندی نیولی شوی.

ډنفورډ وویل چې جمهور رئیس حامد کرزی د امریکا په دریځ خبر دی.


جنرال ډنفورډ وویل ددغو ۸۸ زندانیانو په تړاوو اسناد ورسره شته او که خوشې شي نو د ائتلافي ځواکونو د عساکرو د امنیت په تړاوو به اندېښمن وي.

هغه وویل دی به خپلې رهبرۍ ته معلومات ورکړي.

د پخواني بګرام چې اوس د پروان په زندان پېژندل کیږي د ۸۸ زندانیانو قضیه هغه وخت ګرمه شوه چې امریکايي سناتور لینزي ګراهم په کابل کې وویل چې دا قضیه به د امریکا او افغانستان اینده اړېکې خرابې کړي
XS
SM
MD
LG