د لاس رسي وړ اتصالات

کارپوهان وایي الشباب اوس هم کمزورې شوې نده


د الشباب غړي د وسلو سره
د الشباب غړي د وسلو سره
د الشباب ډله چې د القاعدې د شبکې سره اړیکې لري، پروسږکال یې په سومالیې کې په اوسط ډول په هرو اوو اوونیو کې یوه مرګانۍ حمله کړیده. که څه هم چې د افریقایي ټولنې 18 زره عکسر د الشباب د ځپلو لپاره پدغه هیواد کې پوځي ماموریت ترسره کوي، خو دغه ډله اوس هم کوښښ چې د سومالیې حکومت راوپرځوي.

د سومالیې حکومت په نړیواله کچه پیژندل شوی حکومت دی خو دا دوه لسیزې کیږي چې د الشباب وسله واله ډله یې د راپرځیدو لپاره هلې ځلې کوي. د همدې ډلې یوه جګپوړه قوماندان د سومالیې په جنوب کې د سیمې د خلکونه وغوښتل چې د حکومت په خلاف دې بغاوت وکړي.

د الشباب ډله دوه کاله وړاندې د سومالیې د پایتخت موګادیشو نه ووتله او پدې تیرو څو لسیزو کې دا لومړی ځل و چې د دغه ښار په لارو کوڅو کې خلکو د امنیت او ثبات احساس وکړ خو رپوټ وایي چې حالات بیا هم یو څه نازکه و.

د الشباب ډله اوس هم دا توان لري چې د ښار په منځ کې په حکومتي تاسیساتو او عامه ځایونو مرګاني بریدونه وکړي خو حکومت بیا وایي چې په پایتخت کې اوس امنیت تامین دی او بله دا چې هغوي د تروریستي حملو د مخنیوي لپاره پوره هلې ځلې کوي.

د سومالیې د حکومت ویاند رضوان حاجي عبدې ولي امریکا غږ ته وویل چې د امنیت د ساتلو لپاره د ملي پوځ روزنې او غښتلتیا ته ډیره پاملرنه کیږي.

" حکومت سږ کال پلان لري چې ملي پوځ قوي کړي، پر مختللې وسلې به ورته ورکړي او نور قوماندانان او عسکر به وروزي. حکومت پداسې عملیاتو هم کار کوي چې له مخې به یې د الشباب نه یو شمیر سیمې بیرته ونیول شي. "

د سومالیې د پوځ او افریقایي ټولنې د عسکرو د پوځي عملیاتو له وجې په 2012 میلادي کال کې د سومالیې په مرکز او جنوبي برخو کې زیاتې سیمې د الشباب د لاسه ووتلې، خو په لیرې پرتو سیمو کې اوس هم د هیواد په زیاتره برخو کې د هغوي کنترول دی.

د سومالیې د شابیلي په سیمې کې د الشباب د ډلې جګپوړه قوماندان شیخ محمد ابو عبدالله د سیمې د خلکو نه وغوښتل چې د حکومت په خلاف دې بغاوت وکړي.

" زه د هغو کسانو نه چې زمونږ د دښمنانو په سیمو کې ژوند کوي، غواړم چې اوس د دې وخت رارسیدلی چې وسلې واخلي او د هغوي سره دط جګړه وکړي، مونږ ستاسو مرستو ته چمتو یو. "

دغه قوماندان چې د اندلس په نامه یوې راډیو سره چې الشباب طرفداره ده، همدرانګه د سومالیې په حکومت او د افریقایي ټولنې په عسکرو تور ولګاوه چې د خلکو سره ظلم کوي خو د سومالیې حکومت دا تورونه رد کړیدي.

خو په عین حال کې مبصرین پدې باور دي چې د سومالیې ولس به د خپل حکومت په خلاف وسلې راپورته نکړي ځکه چې د هغوي په قول ولس نور د جګړې نه ستومانه شویدي او یوه سوله ایز هیواد غواړي. په نیروبي کې د امنیتي مطالعاتو په انسټیټیوټ کې څیړونکی ایمانول کیسیان ګاني پدې اړه داسې وایي:

" خلک نور د جګړې نه ستړي شویدي، د سومالیې اوسنی حکومت هم د پخوانیو موقتو حکومتونو په پرتله په نړیواله کچه ډیر اعتبار لري نو زه فکر کوم اوس د حکومت لپاره ښه فرصت دی چې یو شمیر سیمې بیرته د یاغیانو نه ونیسي او خپل حاکمیت پکې ټینګ کړي. "

ښاغلی کیسان ګاني وایي چې د الشباب ډله د سومالیې ګاونډیو هیوادونو ته هم یو ستر خطر دی. دې ډلې پروسږکال د سپټمبر په میاشت کې د کینیا په پایخت نیروبي کې په یوه بازار برید وکړ او لږ تر لږه 60 تنه عام خلک یې ووژل.

د الشباب ډلې همدرانګه ویلي دي چې په ټولې سومالیې کې به موبایل ټیلفونونه، انټرنیټ او د فایبر آپټیک ټیلفونونه بند کړي خو حکومت بیا وایي هغوي ددې کار توان نلري مګر دا کولای شي چې د مخابراتو په شرکتونو فشار راوړي او یا پرې بریدونه وکړي او پدې سره به په سومالیې کې د سولې او حالاتو د عادي کیدو لپاره نور خنډونه هم پیدا شي.
XS
SM
MD
LG