د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل د یکشنبې برید ۳ تنه وژلي او ۲۰ تنه یې ټپيان کړي‌


ارشیف
ارشیف

د کابل پولیس وایي چې نن مازدیګر یوه ځانمرګي برید کوونکي د کابل جلال اباد په لویه لاره د پولیسو د یوه بس مخې ته ځان الوزولی دی چې د برید کوونکي په ګډون درې تنه وژل شوي او شل تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي امریکا غږ آشنا رادیو ته وویل چې د کابل ښار په نهمه امنیتي حوزه کې ، د قابل بای په بازار کې یکشنبې په مازدیګر نږدې درې نیمې بجې یوه ځانمرګي برید کوونکي چې په بایسکل سپور وو، د پولیسو ۳۰۳ ډوله بس موټر مخې ته ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي وچول ، چې له امله یې دوه تنه وژل شوي او شل تنه چې درې ماشومان او درې ښځې پکې شاملې دي ټپیان شوي‌ دي.

ستانکزي وویل: « ټپیان سمدستي د درملنې په هدف روغتون ته لیږدول شوي، په چاودنه کې یې له برید کوونکي څوک وژل شوي ندي.»

طالبانو ددغه ځانمرګي برید مسوولیت په غاړه اخیستی دي.

XS
SM
MD
LG