د لاس رسي وړ اتصالات

د انتخاباتو د رایو د پاڼو لومړۍ جوپه کابل ته ورسیده


Elections
Elections
د افغانستان د جمهوري ریاست او د ولایتي شوراگانو د راتلونکو انتخاباتو د رایو ورکولو د پاڼو لومړۍ جوپه کابل ته رسیدلې ده.

د افغانستان د انتخاباتو د کمیسون مسولین وايي چې د افغانستان د جمهوري ریاست او د ولایتي شوراگانو د رایو پاڼې چې قریب ١٣٧ بکسه کېږي، کابل ته د هوا له لارې رسیدلې دي.

د دغه کمیسون مسولین واي چې دغه پاڼې چې ٦١٧ بکسونو کې بندې دي د جدي د ٢۴ پورې به په پنځو پروازونو کې کابل ته ورسیږي.

د افغانستان د انتخاباتو د کمیسون ویاند نور محمد نور وايي چې د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو د یولس کاندیدیدانو دپاره د راېې ورکونې ١۴ میلونه پاڼې او د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو دپاره ١۴ میلونه نورې پانې چاپ شویدي. د راېو د پاڼو چاپ په عربي اماراتو کې شویدی.

ښاغلی نور محمد نور وايی چې د انتخاباتو د کیدو نه شل ورځې وړاندې به دغه ټول لازم مواد د افغانستان ټولو ولایتونو ته ورسیږي او بیا به د انتخاباتو د کیدو نه یوه اووڼۍ وړاندې ۴٦٣١ انتخاباتي حوزو ته انتقال شي.

د ښاغلي نور محمد نور په وینا د افغانستان د انتخاباتو په ټول بهیر به ١٣٠ میلونه ډالره مصرف شي. دا پیسې به د شلو هیوادونو لخوا، چې پکښې امریکا ،کاناډا ،ترکیه ،جاپان شامل دي، ورکړل شي. دغه پیسې د ملگرو ملتو د انتخاباتو د پروژې په چوکاټ کې مصرفیږي.

XS
SM
MD
LG