د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه وایي 9 میلونه سوریایان مرستو ته اړتیا لري


د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون وایي چې شاوخوا نهه میلونه سوریایان بشري مرستو ته سخته اړتیا لري چې تقریباً نیمیاي یې ماشومان دي.

" په ښوونځیو، د روغتیا په مرکزونو او د خلکو په کورنو لا هم پوځي بریدونه ادامه لري. سوریې پخوا د روغتیا قوي زیربناوې درلودې خو اوس په پنځو روغتونونو کې دوه یې کار نکوي، مانا دا چې څلویښت په سلو کې روغتونونه هیڅ فعالیت نلري. "

ملګرو ملتونو د مرستندویه هیوادونو او ټولنو نه غوښتي دي چې د همدې کال تر پایه دې ورسره 6.5 میلیارده ډالره مرسته وکړي تر څو خلکو ته خوارکي مواد، د څښاک اوبه، روغتیايي خدمات او سرپناه برابرې شي. رپوټ وایي دا لومړی ځل دی چې ملګري متلونه په دومره زیاته اندازه د بشري مرستو غوښتنه کوي.

بل پلو د ملګرو ملتونو د عاجلو مرستو د انسجام د ادارې مشره میرمن ویلري آموس وایي چې په سوریې کې هم حکومتي عسکر او هم وسله وال مخالفین ملکي خلک محاصره کوي.
" په سوریې کې د ټولنې بنیادي ریښې له منځه تللي دي او فرقوي شخړو زور اخیستی دی. د عامو خلکو محاصره کیدل د جګړې اصلي وسله ګرځیدلې. په زرګونه خلک او د هغوي ټولنې په جګړو کې ګیر پاتې دي چې خوراکي مواد او د ژوند نور ضروري شیان یې هم مخ په خلاصیدو دي."

په کویټ کې دغه غونډه د دې هیواد امیر شیخ صباح الاحمد الجابر الصباح پرانیستله او ژمنه یې وکړه چې پنځه سوه میلونه ډالر مرستې به وکړي. په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ژمنه وکړه چې امریکا به 380 میلونه نور ډالر هم پخپل مرستو کې ورزیات کړي.

رپوټ وایي د هغې ورځې نه راپدیخوا چې د سوریې کړکیچ پیل شویدی د امریکا متحده ایالاتو په سوریه کې دننه د بې ځایه شویو خلکو او هغو مهاجرینو سره چې نورو هیوادونو ته کډه شویدي، 1.7 میلیارده ډالر بشري مرستې کړیدي.

جان کیري پدې اړه داسې وویل:

" په سوریې کې بشري وضع پداسې یوه حالت کې ده چې هر ویښ ضمیر پرې خپه کیږي. مونږ ته پکار ده چې د سوریې دولس غم او کړاو ته په پام سره، په ګډه اقدام وکړو. "

رپوټ وایي تمه کیږي چې راتلونکې اوونۍ به په سویس کې د سوریې په اړه د سولې نړیوال کنفرانس جوړ شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وایي یوې سوله ایزې د حل لارې ته اړتیا شته چې د خلکو د مهاجرت مخه ونیول شي.

ښاغلي کیري خبریالانو ته وویل د واشنګټن پالیسي یوازې دا نده چې د مهاجرینو سره بشري مرستې زیاتوي بلکه د هغه په وینا مونږ داسې یوه پالیسي غواړو چې هم سوریه وساتل شي او هم ددغه هیواد مهاجر بیرته خپل هیواد ته ستانه شي او خپل کورونه بیرته ودان کړي.
XS
SM
MD
LG