د لاس رسي وړ اتصالات

ایران ته د سوریې په اړه کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړل شوه


دملګرو ملتونو عمومي منشي بان کې مون
دملګرو ملتونو عمومي منشي بان کې مون
ملګري ملتونو ایران ته رسمي بلنه ورکړې چې د سوریې د سولې په کنفرانس کې ګډون وکړي. دغه کنفرانس به د چهارشنبې په ورځ په سویس کې پیل شي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کې مون د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، دی باور لري چې «دې ته اړتیا شته» چې ایران دې «د سوریې [د بحران] په حلولو کې برخه واخلي.»

ښاغلي بان کې مون وویل چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جاوید ظریف ورته اطمینان ورکړی دی چې ایران د خبرواترو په هدف خبر دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کې مون وویل: «هغه ما ته اطمینان راکړ، چې لکه نور هیوادونه چې د خبرو اترو د پيلیدو لپاره د مونترو ښار ته دعوت شوي دي، ایران هم د خبرواترو په اساسي ټکي باندې پوهیږي چې هغه د ۲۰۱۲ کال د جون د ۳۰ د ژینو د اعلامیې عملي کول دي.

«د ایران د بهرنیو چارو وزیر ظریف او زه په دې موافقه لرو چې د مذاکراتو هدف دا دی چې د دواړو خواوو په خوښه یوه انتقالي اداره جوړه شې چې پوره قدرت ورسره وي. د دغه اصل په نظر کې نیولو سره د ایران د بهرنیو چارو وزیر ظریف ژمنه وکړه چې ایران به په مونترو کې مثبت او رغنده نقش ولوبوي.»

مخکې، ایران په سوریې کې د سولې په اړه د ۲۰۱۲ کال د نړیوال کنفرانس ټاکل شوی هدف نه منله. ایران دغه کار د دې لپاره کوي چې د دې امکان و چې په نوې انتقالي ادارې کې به ولسمشر بشارالاسد ته ځای ورنکړل شي.

په عین وخت کې، د سوریې د حکومت د مخالفینو ملي ائتلاف ویلي دي چې نه غواړي ایران په خبرو کې برخه واخلي. دغه ائتلاف ویلي دي چې که چیري ښاغلي بان کې مون ایران ته بلنه بیرنه وانخلي نو دوی به په کنفرانس کې برخه وانخلي.

د سوریې ملي ائتلاف د یکشنبې په ورځ په استانبول کې غونډه کړې وه تر څو د خپل هیئت غړي وټاکي.

د سوریې د ملي ائتلاف ویاند لوي صافي وویل: « ښه، دغه زموږ ټولو لپاره آزمایښت دی. دغه د رژیم د اخلاص لپاره آزمایښت دی. آیا دوی د خپلې اعلامیې په اړه رښتوني دي؟ آیا دوی غواړي په مذاکراتو کې برخه واخلي چې نتیجه یې [د قدرت] انتقال وي؟ په یو ډول، دغه زموږ لپاره هم آزمویښت دی. مانا دا چې، آیا موږ انتقال ته تیار یو؟ آیا موږ دې ته تیار یو چې د سوریې د خلګو په استازیتوب مذاکرات وکړو؟»

د ملګرو ملتونو عمومي منشي نهو نورو هیوادونو ته هم بلنه ورکړې ده چې په خبرو کې برخه واخلي. دغه هیوادونو د سوریې په کورنۍ جګړې کې خپل منافع لري. ښاغلي بان کې مون ویلي دي چې د دوی حضور د دې لپاره مهم دی چې ښيي [د سوریې د بحران د حل لپاره] ټول اتفاق لري.
XS
SM
MD
LG