د لاس رسي وړ اتصالات

په هلمند کې تر لسو زیات وسلوال د خپل ماین ښکار شول


ارشیف
ارشیف
د هلمند د نوزاد په ولسوالۍ کې د یوه ماین د چاودنې له امله د یوه پاکستاني په ګډون تر لسو زیات وسله واله مخالفین چې ماین یې خپله خښ کړی وو وژل شوي دي.


پدې پېښه کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نده اوښتې، پېښه د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې نن سهار رامنځ ته شوې ده.

په وژل شویو کسانو د داد الله په نوم یو تن سیمه ییز طالب قومندان هم شامل دی.

د نوزاد ولسوال سید مراد محمد سادات وويل چي د ماینونو یوه پاکستاني ماهر د وسله والو طالبانو یوې ډلې ته د ماینو د جوړولو او ښخولو مهارت ښودلو او روزنه یې ورکوله چې خپل ماین ورباندې والوته او د خپله ماین ښکار شول.

ولسوال سادات زیاتوي چې په پېښه کې ۱۳ وسله وال او خپله پاکستانی وژل شوی او دسیمي اوسیدونکي ته کوم زیان ندی رسیدلی.

د پېښي سیمه د نوزاد ولسوالۍ له مرکز څخه پنځوس کیلو متره لرې په لویدیځه څنډه کې د موسی کلا ولسوالۍ سره پر پوله په یوه غرنۍ سیمه کې پرته ده.

ولسوال سادات وویل :

د ولسوالۍ په سرګردان بازار سیمه کې د طالبانو د ماینونو د يوې مهمي شبکې کسان وو چي یوه پاکستاني د ماینونو چل ورښودی ، دوی ټول په یوه سرای کې راټول شوي وو چي د ماین ښودنې پر وخت خپل ماین ورباندي چاودنه کړې ، پاکستاني او موجود ۱۳ طالبان پکښې وژل شوي


د سړک د غاړې ماینونه د دولت د وسله والو مخالفینو تر ټولو مهم جګړیز تکتیک بلل کیږي، چې د بشري فعالینو په وینا تر ډیره يې قربانیان عام خلک دي.

پدغه ډول يوه پېښه کې نن سهار د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د ملکي خلکو پر سراچه موټر د سړک دغاړې ماین چاودنه شوې چې د یوې میرمني په ګډون ۳ تنه پکې وژل شوي او یو تن پکې ټپي شوی دی.

د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل وايي چي په پېښه کي ۴ واړه قربانیان د یوې کورنۍ غړي وو.
  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG