د لاس رسي وړ اتصالات

د جمهوریت روغتون بیا پرانستل شو


جمهوریت روغتون د پرانستې غونډه
جمهوریت روغتون د پرانستې غونډه

په کابل کې د جمهوریت روغتون بیا پرانستل شو. دغه روغتون د چین په مالي مرستې بیا رغول شوی دی. چارواکي وايي چې روغتون په نړیوالو معیارونو باندې برابر دی او طبابت عصري سامان الات ورته راوړل شوي دي.

د عامه روغتیا رئیسه، ثریا دلیل د روغتون د بیا پرانستلو په مراسمو کې وویل چې اوسمهال د دغه روغتون، چې په عصري تجهیزاتو سمبال دی، ۱۵۴ بستره فعاله شویدي

د دې ودانۍ د جوړښت ځیني عیبونه راڅرگند شول و د مریضانو د ژوند مصونیت پکې خوندي نه و. نو ځکه د پرانستې نه یو ورځ پس وتړل شو..

د افغانستان دولت څو ځلکه هڅه وکړه چې دا روغتون پرانستل شي خو تر ننه ونه توانید. دې جریان کې ډیرو نورو علاقمند شرکتونو هم د روغتون د اخیستو وړاندیزونه کړي وو..
اوس د عامې روغتیا وزیره وايي چې د چین او یو لړ نورو موسیسو په مرسته د روغتون د برق،د حرارت د درجې د ساتلو او نور لازم امکانات برابر شول نو ځکه پرانستل شوه..
په کابل کې د چین سفیر دینگ زیون د جمهوریت روغتون سره د خپلو مرستو او اینده دپاره د لا نورو کمکونو ژمنه وکړه و وې وې چې مسلکي کسان او ډاکټران به دا روغتون فعال ساتي.


د افغان دولتي مقاماتو په وینا د جمهورریت روغتون په بیرته فعالیدو باندې قریب ٢٦ میلونه ډالره لگښت شویدی.
XS
SM
MD
LG