د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی:تر فشار لاندې امنیتي تړون نه لاسلیک کوم


جمهور رئيس حامد کرزی
جمهور رئيس حامد کرزی
جمهور رئيس حامد کرزی وايي، د فشارونو، رواني جنګ او ګواښونو لاندې هیڅ کله حاضر ندی چې له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړي او که امریکا له افغانستان وځي، لاړه دې شي.

جمهور رئيس حامد کرزي د ارګ په ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، چې له امریکا غواړي له افغانستان سره د یوه متحد په توګه عمل وکړي نه د یوه رقیب په حیث.

جمهور رئيس کرزي وویل که امریکا پرې فشار راوړي چې امنیتي تړون لاسلیک کړي دا کار نه کوي.

جمهور رئيس وویل :

‪"‬هیڅ حاضر نه یو چې تر فشار لاندې دا تړون لاسلیک کړو، که ځي لاړ دي شي، مونږ خپل ژوند ته دوام ورکولی شو.‪"‬

جمهور رئیس وویل چې د امنیتي تړون د لاسلیک کولو لپاره لا اوس هم د امریکا له لورې د سولې د راوستو په شرط ټینګار کوي او که سوله نه وي نو ددې امنیتي تړون عواقب د ډیورینډ او ګندمک د معاهدو په څیر به وي.

جمهور رئیس وویل امریکا دې سوله راولي او که یې نه شي راوستلی نو ورته دې واضح ووايي چې نه یې شي کولی او بحث ته دې ورسره کښیني.

جمهور رئيس وویل :

‪"‬که امن نه وي، سوله نه وي او د سولې پروسه پیل نه شي ددې تړون لاسلیک به هماغسې وي لکه د ګنډمک او د ډیورینډ معاهدې چې تر اوسه افغانان ترې رنځیږي.‪"‬

جمهور رئيس د امریکا او پاکستان ونډه د سولې په راوستو کې یو وار بیا مهمه وګڼله، جمهور رئيس وویل چې سوله د امنیتي تړون لپاره اساسي شرط دی او بې له دې افغانستان په ملوک الطوایفۍ ویشل کیږي.

جمهور رئيس وویل په ګونګه او نا معلومه فضاء کې امنیتي تړون نه شي لاسلیک کولی، تر هغو چې مثبت عواقب یې نه وي موندلي ددې تړون لاسلیک کول د افغانستان په زیان دی.

جمهور رئيس وویل چې امریکا دې خپل سیاست واضح کړي.

جمهور رئيس وویل امریکا ورته ویلي چې القاعده پنځه اویا کسه دي او اوس یې ورته ویلي چې پنځه دېرش کسه د القاعدې دي.

جمهور رئيس وویل چې پدې وروستیو ځیني غربي سفارتونه او ناټو داسې تبلیغات کوي چې په ويناء یې د افغانستان د خلکو د روان د کمزوري کولو لپاره دي.

د باګرام زندانیان

جمهور رئيس حامد کرزي د باګرام زندان د طالب جوړونې فابریکه وګڼله، وې ویل چې هلته پکې خلک توهینيږي او د خپلې خاورې په خلاف عقده اخلي.

جمهور رئیس وویل چې له دغه زندان ښايي دوه درې بندیان بېرته د جنګ لیکو ته ورستانه شوي وي ولې هغه هم د زندان د ناخوالو په عقده کې، او په ويناء یې دا د غرب تبلیغات دي چې د زندانیانو د خوشې کولو په تړاوو یې کوي او ښيي چې دا زندانیان جنګ ته ستنیږي.

جمهور رئیس وویل شپږ کاله مخکې امریکايي سناتورانو ورته ویلي وو چې په هر چا شک وکړي نو دغه زندان کې یې اچوي، جمهور رئیس کرزي وویل چې له هماغې نېټې وروسته یې پرېکړه کړې چې دا زندان وتړي.

مرستې

تېره اوونۍ د امریکا کانګرس چې کومه مرسته د افغانستان لپاره تصویب کړه په هغه کې د تېر کال په نسبت پنځوس په سلو کې کموالی راغلی دی، د مرستو د کمېدو په تړاوو جمهور رئیس حامد کرزي یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل چې دی د بهرنیو د مرستو او ددغو مرستو په تطبیق ندی خوښ او دا مرستې تر ډېره د قراردادیانو په ګټه وې.

جمهور رئیس وویل :

‪"‬زه داسې قراردادي پېژنم چې په یوازې سر یې پنځه زره قرارداده اخېستې دي، دوه زره قرارداده هم یوه تن اخېستې دي.‪"‬

جمهور رئيس وویل د بهرنیو د مرستو په کمېدو زیان عام افغانان نه ګوري بلکې قراردادیان یې ګوري.
XS
SM
MD
LG