د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: بگرام د طالب سازۍ فابریکه ده


جمهورریس کرزي د ۲۰۱۴ کال د جنورۍ په ۲۵ مه نېټې په ارګ کې په دایر شوي مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې بگرام د طالب جوړلو فابریکه ده. بگرام هغه ځای دې چې بی گناه خلک په کې اچول کیږي او هغوي بیا د خپلې خاورې، وطن او دولت ضد، ذهنیت پیدا کوي.

حامد کرزی وايي دا د غرب تبلیغات دي چې د بګرام بندیان د خوشي کیدو وروسته د طالبانو سره یو ځای شویدي.هغه وايي که دا کار ځییو بندیانو کړی هم وي نو د بګرام په زندان کې د کړاوونو له امله د یې کړی دی.

په لندن کې د سیاسي چارو کارپوه ډاکټر صلاح الدین وايي د یو ملک مشران او رهبران موظف او مکلف دي چې د خپلو اتباعو امنیت او وجایب په نظر کې ونیسي. سعیدي د قانون په تطبیق تاکید کوي او وایي چې دغه بندیان ټول د یوې مخې، نه ګنهکار دي او نه هم بې گناه دي .سیدي زیاتوي چې باید دا ثابته شي چې څوک مجرم دی او څوک نه دی. خو په عملي لحاظ د کرزي نظر تاییدوي چې دا بندیان ټول طالبان نه دي.

د افغانستان د کوماندو پخوانی صاحب منصب او د سیاسي چارو تحلیلگر امین برکي وایي، دغه رپوټونه خو د افغانستان مطبوعاتو پخوا څو څوځلي خپاره کړیدي چې هغه زندانیان چې خوشي شویدي، په بل ولایت کې په جبهه کې نیول شویدي. د زندانو نه چې تښتیدلي دي، بیرته د مخالفانو سره یو ځای شویدي، نو ځکه دا مطلق د غرب تبلیغات نه دي.

خو د بګرام د زندان پخوانی بندي رمضان کوچی د کرزي دریځ او نظر تاییدوي. دی وايي، په بگرام کې یې د خپل بندیتوب په دوران کې لیدلي دي چې په سلو کې نوي کسه بې ګناه بندیان وو، نو چې خلاصیدل امریکایانو به ترې بخښنه غوښتله چې تاسو مجرمین نه وې، او دومره وخت مو په بند کې تیر کړ. رمضان کوچی وایی چې اوس باید جمهورریس ددې بندیانو غم وخوري.



please wait

No media source currently available

0:00 0:06:08 0:00
مستقیمه لیکه
XS
SM
MD
LG