د ننګرهار ولایت د اچين په ولسوالۍ کې د واده پر يو موټر د دوو پرله پسې چاودنو له امله يو تن وژل شوى او اته تنه نور ټپیان شوي دي.

د اچين د ولسوالۍ ولسوال حاجي سيدرحمن اشنا راډيو ته وويل چې پېښه د یکشنبې په ورځ سهار پر ٩ بجې او ٣٠ دقيقې هغه مهال رامنځته شوه چې په دغه سیمه کې د واده يو موټر د عبدالخېلو په سيمه کې د تېرېدو په حال کې و.

د اچين ولسوال وايي چې يوه ښځه او يوه ماشومه هم په ټپيانو کې شاملې دي.

ولسوال وايي چې په لومړنۍ چاودنه کې يو کس وژل شوى او شپږ نور زخميان شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياعبدالزي اشنا راډيو ته وويل چې دويمه چاودنه په همدې ځاى کې هغه مهال رامنځته شوه چې د سيمې خلک د لومړنۍ پېښې قربانيانو سره د مرستې لپاره د پېښې سيمې ته ورغلل.

عبدالزى وايي چې په دويمه پېښه کې دوه کسه ټپیان شوي دي. هغه دغه کار د هېواد د دښمنانو کار وباله خو د چا نوم يې یاد نه کړ.

ددې پېښې مسوليت لا تر اوسه چا په غاړه نه دى اخيستى.

چارواکي وايي چې په دې پېښه کې زوم ته هيڅ زيان نه دى رسېدلى او ناوې
د پېښې پر مهال د واده د موټرو په دې کاروان کې نه وه.