د لاس رسي وړ اتصالات

د آسیا آرام سمندر سیمې ته د امریکا ځانگړې پاملرنه


د امریکا د سمندري ځواک یوه ستره بېړې
د امریکا د سمندري ځواک یوه ستره بېړې
د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د نړیوالې دفاعي ستراتیژۍ یو مهم ټکی چې دوه کاله وړاندې یې طرحه کړ دا و چې د امریکا دفاعي تمرکز له منځنی ختیځ څخه د ارام سمندر سیمی ته واړوي.

د آرام سمندر سیمه هغه ځای دی چې د امریکا پوځ د چین د مخ په ودې پوځي ځواک له لورې له چلنجونو سره مخامخ دی.

په داسې حال کې چې د امریکا پوځي چارواکي وایي په آرام سمندر کې د امریکا نفوذ نه راکمیږي، د چین په ختیځ سمندرگي کې د هوایي قلمرو د نوي زون ټاکل او د چینایي او امریکایي جنگي بیړیو د نژدې ټکر په گډون د چین وروستي اقدامات ښي چې د امریکا دغه نفوذ له گواښ سره مخامخ دی.

د ولسمشر اوباما اداره د بیا انډول په مقصد خپله پاملرنه د عراق او افغانستان له جگړو نه د ارام سمندر سیمی ته وراړوي چیرته چې چین خپل پوځونه پیاوړی کوي، نوی الوتکې لیږدونکي بیړۍ یې په کار اچولې او د غږ نه د چټکو مزائیلو تکنالوژۍ ته یې پراختیا ورکړې ده.

د امریکا د سمندری ځواکونو ستر جنرال سامیول لاک لېر وایي په سیمه کې د چین له ځواکونو سره نژدې اړیکې کولای شي یو له بل سره اړیکی ښی کړی: «مونږ باید د یو بل سره د مفاهمې لپاره په داسې توگه ښه کار تر سره کړو چې مونږ د غلطې محاسبې سره مخامخ نه شو.»

د آسیا آرام سمندر سیمې ته د امریکا ځانگړې پاملرنه
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:51 0:00

په واشنگټن کې میشت د اتلانتیک د شورا د څیړنیز بنسټ پوځي کارپوه بری پاول دا خبره تر پوښتنې لاندې نیسي او وایي چې په فوکس کې بدلون په واقیعت کې په آرام سمندر کې د ځواکونو د پیاوړتیا په دې معنی دی.

د امریکا متحده ایالاتو اعلان کړی چې د جاپان په یوکوسوکا کې به د جورج واشنگتن د بېړۍ ځای د یو اس اس رونالدریگن الوتکې لیږدونکې بېړی ونیسي چې د امریکا د سمندري ځواکونو په وینا د ځواک د بیا انډول کولو یوه وسیله ده.

امریکایی چارواکي په سیمه کې د خپلو متحدینو سره پر خپلو ژمنو بیا غور کوي او وایي چې دوی به نور سرتیري، کشتۍ او وسایل هم په راتلونکې کې سیمې ته ولیږدوي.
XS
SM
MD
LG