د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو د ټونس د نوي اساسي قانون هرکلی وکړ


په ټونس کې یکشنبې په ورځ، پارلمان نوی اساسي قانون تصویب کړ.
په ټونس کې یکشنبې په ورځ، پارلمان نوی اساسي قانون تصویب کړ.
د ملګروملتونو عمومي منشي بان کې مون په ټونس کې د نوي اساسي قانون د تصویبیدو هرکلی کړی دی. هغه ویلي دي چې باور لري چې تونس به د نورو هیوادونو د خلګو لپاره، چې اصلاحات غواړي، «یو مثال» وګرځي.

د تونس ولسي جرګې د یکشنبې په ورځ د نوي اساسي قانون په سر رایه ګیري وکړه چې په ترڅ کې یې د ټولو ۲۱۶ رایېو نه، ۲۰۰ موافقې رایې ورکړل شوي.

د رایې ګیرۍ نه ورسته په پارلمان کې خوشحالۍ وشوي او د خلګو استازو د ټونس د ملي سرود په ویلو پيل وکړ. په دغه کار سره په ټونس کې د دیموکراسۍ د راوړلو د پروسې یو پړاو بشپړیږي.

د تونس د ولسي جرګې رئیس مصطفی بن جعفر د رایې اچونې نه ورسته وویل چې په نوي اساسي قانون کې د ټونس د اتباعو حقوقو او آزادیو ته پام شوی دی.

ښاغلي جعفر وویل: «البته، هیڅ شی هم مکمله نه وي. خو موږ کلک باور لرو چې دغه اساسي قانون د ښه پیل استازیتوب کوي او هغه اړین او متوازن میکانیزمونه عملي کوي چې د [بنسټیزو] حقوقو او آزادیو ضمانت کوي.»

د نوي اساسي قانون په اړه ویل کیږي چې په عربي نړۍ کې تر ټولو پرمختللی اساسي قانون دی.

نوی اساسي قانون زورزیاتۍ منع کوي او ښځو او نارینو ته مساوي حقوق ورکوي.

د نوي اساسي قانون په اساس اسلام د تونس د خلګو دین ګنل شوی دی خو هیواد کې به د شریعت قانون نه عملي کیږي. همداراز، دغه اساسي قانون د نورو ادیانو پیروانو ته هم خپل حقوق ورکوي.

په ټونس کې درې کاله مخکې پاڅونونه وشول. په دغه هیواد کې پاڅونونه د عربي پسرلۍ پیل ګنل کیږي.
XS
SM
MD
LG