د لاس رسي وړ اتصالات

فیضي: د کابل په ناامنیو کې د امریکا د لاس لرلو شواهد نشته


د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي
د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي
د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي د واشنګټن پوسټ هغه رپوټ رد کړ چې پکښې ویل شوي دي چې ګواکې د افعانستان حکومت شک لري چې امریکا په کابل کې په یو رستورانټ باندې په برید کې لاس لري.

د امریکا پېژندل شوې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په خپله نننۍ ګڼه کې د افغان حکومت د یو چارواکي له خولې لیکلي چې ولسمشر کرزي په کابل کې په یو لبناني رستورانټ باندې په برید کې د امریکا په لاس لرلو شک ښودلی او اندیښنه یې څرگنده کړې چې امریکایان په وروستیو ناامنیو کې لاس لري.

خو ایمل فیضي خبریالانو ته وویل، چې د واشنګټن پوسټ خبر سم نه دی او افغان حکومت داسې شواهد او اسناد نه لري چې په دغو بریدونو کې د امریکا لاس لرنه وښيي.

ایمل فیضي وویل:‬ "اسناد او شواهد چې وښي د کابل په وروستۍ پېښه کې امریکا لاس درلود نشته، هیڅ ډول اسناد نشته، دا داسې یو مطلب دی چې د یوې بهرنۍ ورځپاڼې له خوا خپور شوی دی. دا چې چا ورته معلومات ورکړي دي، کولی شي په خپله ورسره په تماس کې شئ.‪"‬

د ولسمشر کرزي ویاند د بگرام له زندان نه د ۳۷ زندانیانو د ژر خوشې کولو په تړاوو چې په افغانستان کې میشتو امریکايي ځواکونو تېره ورځ په یو بیان کې د افغان حکومت دا اقدام غندلی وو، بې اساسه او د افغانستان د حاکمیت په ضد وباله.

ایمل فیضي وویل چې د امریکا پوځ دوی ته هیڅ داسې شواهد ندي ورسپارلي چې دغه زندانیان پکې مجرمین وګڼل شي. هغه وویل څه چې امريکايي ځواکونه وايي یوازې ادعاوې دي او ثبوتونه نه لري.

امریکايي ځواکونو تېره ورځ ویلي وو، داسې ثبوتونه لري چې دا زندانیان مجرم دي او په ترهګریزه بریدونو کې یې لاس درلوده.

ایمل فیضي وویل د بګرام د زندانیانو د خوشې کولو پرېکړې په پخوا کې د امریکايي ځواکونو په ګډه ملتیا شوي دي.

ایمل فیضي وویل:‬"‬د بګرام د زندانیانو د خوشې کولو پرېکړه یوازې د جمهوري ریاست نده، نه د کمېټې، بلکې دا پرېکړه د افغان دولت ده، چې افغان قضائي ارګانونه پکې شامل دي.‪"‬

ایمل فیضي د امنیتي تړون په تړاو وویل چې لا هم پرې د امریکا او افغان حکومت ترمنځ مذاکرات روان دي. دا چې د کومې کچې دي فیضي پرې نور څه و نه ویل، خو د جمهور رئيس کرزي د وروستي خبري کنفرانس څرګندونې یې تکرار کړې چې ددغه تړون د لاسلیک وړاندې شرط بیا هم د سولې په بهیر کې کوټلي ګامونه اوچتول دي.
XS
SM
MD
LG