د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت نن د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې تر راتلونکې یوې میاشتې پورې به د ځمکې په مدار کې د افغان سات په نامه خپله لومړنۍ سپوږمکۍ فعاله کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت په کابل کې له یوه فرانسوي نړیوال شرکت یوتل ست (EUTel-Sat) سره یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې به دغه شرکت په فضاء کې افغان ست یو ته خپله یوه سپوږمکۍ ورکړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر امیرزي سنګین ددې لومړنۍ سپوږمکۍ لرل د افغانستان لپاره تاریخي او بې ساری ګام وګاڼه.

امیرزي سنګین وویل :

‪"‬دا پروسه اوږده وه، څوارلس میاشتې یې وخت واخېست، د مخابراتو په تاریخ کې تر ټولو سخت او ډیر ګران کار همدا د سپوږمکۍ د پروژې تطبیق وو، دا کار اسانه ندی، مغلق کار دی ځکه نړیوال قوانین شته دي چې نړیوال حقوقي مسایل لري.‪"‬

فرانسوي شرکت یوتل ست به افغان ست یو ته په فضاء کې یوه سپوږمکۍ ورکوي او دا به د افغانستان لوري ته اړوي.

یوتل ست په نړۍ کې د سټلایټ په چارو کې دوهم نړیوال شهرت لري او په خپله دا مهال په فضاء کې شپږ دېرش سپوږمکۍ لري.

د مخابراتو وزیر وویل د افغانستان لپاره د سپوږمکۍ لرل دوه نیم کاله وخت و نیولو خو د فرانسوي قراردادي شرکت د هڅو په مټ دا کار اوس په یوه میاشت کې کیږي.

د افغان ست یو خدمات به درې برخې وپوښي، موبایلي، انترنیتي او تلویزیوني خپرونې.
ولایتونه به د انټرنیټ په مخ یو له بل، او له مرکز سره ونښلوي او موبایلي خدمات به لوړ کړي.

د مخابراتو وزیر وویل چې د افغانستان تلویزیوني خپرونې به د افغان ست یو پرمخ وي، په هند، پاکستان، منځنۍ اسیا او منځني ختیځ کې به افغان تلویزیونه ددغه سټلایټ په مخ لیدل کیږي.

په افغان سټ یو ۲۵۰ ملیونه ډالره لګښت راځي چې یوتل ست فرانسوی شرکت به پکې پانګونه وکړي.

افغان حکومت تېر کال فضاء ته د سپوږمکۍ د لېږلو پرېکړه کړې وه.

د افغانستان له لورې فضاء ته د سپوږمکۍ په لېږلو به افغانستان مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي په برخو کې د سېمې له ځینو هیوادونو نور هم مخ ته ګام اوچت کړي
XS
SM
MD
LG