د لاس رسي وړ اتصالات

سپنتا: امریکا غواړي د "لیوه او وري" دواړو سره اړیکې ولري


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار
د افغانستان د ملي امنیت مشاور رنگین دادفر سپنتا د جمهوری ریاست په ماڼۍ په یو
خبري کنفرانس کې د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي موافقې او د پاکستان د ملي امینت د سلاکار د څرگندونو په تړاو خبرې وکړې.

ښاغلي سپنتا د پاکستان د ملي امنیت د مشاور سرتاج عزیز د څرگندونو په اړه وویل چې پاکستان په افغانستان کې د سولې هڅې د جمهوري ریاست د ټاکنو څخه وروسته وخت ته ځنډولي دي.

د هغه په وینا دا د افغانستان له نظره سم کار ندی. هغه وایي، د افغانستان خلک به هیڅکله هم داسې حکومت ته رایه ورنکړي چې د پاکستان په ذوق وي.

ښاغلی سپنتا وایي مونږ د نواز شریف درناوی کوو، خو د پاکستان حکومت پر چارو پوره واک نه لري او د ملکي حکومت تر شا نورې کړۍ شته چې د چارو واگې یې په لاس کې دي.

سپنتا دا خبرې د سرتاج عزیز د هغو څرگندونو په غبرگون کې وکړې چې په واشنگټن کې یې ویلی و چې ښایي طالبان به د کرزي د حکومت پر ځای د راتلونکي حکومت سره خبرې غوره گڼي.

امریکا غواړي د "لیوه او وري" دواړو سره اړیکې ولري
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:28 0:00

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار، د امریکا او افغانستان ترمنځ د دفاعي موافقې په هکله وویل، په تیرو څو ورځو کی ددې موافقې د لاسلیک لپاره په خبرو کې ښه پرمختگونه شوي او ښایي چې دا موافقه د ټاکنو نه مخکې او یا هم وروسته لاسلیک شي.

د هغه په وینا د افغانستان شرایط پخپل ځای دي، خو د امریکا د سیاست په برخه کې تناقض شته.

هغه وویل چې امریکا غواړي په عین وخت کې د "لیوه او وري" دواړو سره ستراتیژیکې همکارۍ وساتي.

له بلې خوا د امریکا د دفاع وزیر چک هیگل د پنجشنبې په ورځ پولند ته د سفر پر لاره خبریالانو ته د افغانستان او امریکا ترمنځ د دوه اړخیز امنیتی موافقې د سرنوښت په اړه وغږید.

ښاغلي هیگل په اشارې سره وویل چې د ولسمشر کرزي په وړاندې د متحدو ایالتونو حوصله په پای ته رسیدو ده.

هیگل زیاته کړه چې د ولسمشر حامد کرزي حق او صلاحیت ته درناوی کوي او د ښاغلي کرزي پر پریکړې باندې د متحده ایالتونو نفوذ محدود دي.

چک هیگل همداشان وویل چې په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو عمومي قوماندان جنرال جوزوف دنفورد د ښاغلي کرزي سره په پرله پسې توگه پدې اړه خبرې کوي.
XS
SM
MD
LG