د لاس رسي وړ اتصالات

راسموسن:له تړون پرته افغان پوځ ته مرستې نشي برابرولی


د ناټو عمومي منشي اندرس راسموسن وایي امنیتي ټرون د افغانستان لپاره ډیرې ښیگړې لري
د ناټو عمومي منشي اندرس راسموسن وایي امنیتي ټرون د افغانستان لپاره ډیرې ښیگړې لري
د ناټو عمومي منشي اندرس راسمون په لندن کې د بریتانیې د صدراعظم ډیویډ کامیرون سره وکتل او په ویلز کې د ناتو د راتلونکې سیپتمبر د میاشتې د غونډې د چمتوالي په هکله یې ورسره خبرې وکړې.

په داسې حال کې چې ولسمشر حامد کرزي د ناټو سره د یو امنیتي تړون د موافقی پر سر د مذاکرې لپاره خپل امنیتي سلاکار رنگین دادفر سپنتا ته دنده سپارلې ده، د ناتو عمومي منشي وایي فکر نه کوي چې ولسمشر کرزی دې د امریکا سره تړون لاسلیک کړي.

هغه وایي په دې خاطر باید د ناتو سره د یو امنیتي تړون لپاره کار وشي.

راسموسن پدې باور دی چې ولسمشر کرزی به د امریکا سره د تړون لاسلیک کول د افغانستان راتلونکي ولسمشر ته پریږدي چې د اپریل د میاشتی د پنځمې نیټې د انتخاباتو په نتیجه کې د چارو واگې ترلاسه کوي.

خو هغه د اوسني حکومت له خوا د تړون د لاسلیک کولو احتمال هم رد نه کړ.
د دیویډ کامیرون سره له خبرو وروسته راسموسن د برتانیې د صدارت د دفتر بهر خبریالانو ته د افغانستان سره د احتمالي امنیتي تړون د لاسلیک خبره وکړه او ویی ویل چې هیله من دی په یو امنیتي تړون سره موافقې ته ورسیږي.

هغه وویل چې د ٢٠١۴ کال وروسته د روزنیز ماموریت لپاره یو امنیتي تړون ته اړتیا ده او د هغه په اند په دې کې د افغانستان لپاره ډیر څه مطرح دي.

اندرس فوغ راسموسن
« مونږ په دې باور یو چې افغان ځواکونه به د هیواد د بشپړ مسولیت اخیستلو جوگه وي، او په دې باور هم یو چې دوی به پرله پسې روزنې او مرستو ته هم اړتیا ولري. خو یو بل شئ دادی چې که د ٢٠١۴ نه وروسته مونږ په افغانستان کې شتون ونه لرو دا به هم ډیره مشکله وي چې پوره مالي منابع برابرې کړو چې افغان ځواکونه پرې حمایه کړو. او که داسې ونه شي افغان حکومت به ونه شي کړای چې د افغان امنیتي ځواکونو معاشونه تهیه کړي. نو دا به د افغانستان لپاره ستر ازمون وي.»

له بلې خوا سپینه ماڼۍ واېي د افغانستان په مسایلو باندې د بحث لپاره د سه شنبې په ورځ ولسمشر بارک اوباما د امریکا د دفاع وزارت له مشرانو سره خبرې کوي.

دوی به د ولسمشر کرزي څخه وغواړي چې په افغانستان کې د روان کال څخه وروسته د امریکایي ځواکونو د پاتې کیدو لپاره دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک کړي.


د برتانیې د صدراعظم سره په لندن کې له خبرو وروسته د ناټو د عمومي منشي څرگندونې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:25 0:00
د ناتو عمومي منشي راسمون هم وایي چې دا به د ناتو لپاره ډیره ستونزمنه وي چې د امنیتي تړون د نشتوالي په صورت کې خپل راتلونکي پلانونه جوړ کړي.

ښاغلی راسموسن وایي بیشکه چې وخت ډیر مهم دی او مونږ باید یو نوی روزنیز ماموریت او یا هم د نه بلل کیدو د امکان په صورت کې خپل پلانونه جوړ کړو.

هغه زیاتوي: «... که چیرته د ٢٠١۴ کال وروسته د پاتې کیدو بلنه رانکړل شي، نو موږ باید د ٢٠١۴ کال د پای ته رسیدو دمخه خپل ټول تجهیزات او پرسونل وباسو. او د اډو تړل، د تجهیزاتو او پرسونل لیږدول هم وخت نیسي. نو څرگنده ده چې مونږ د پلان کولو له یو لړ ستونزو سره مخامخ یو. خو مونږ په موثره توگه عمل کوو، او لکه چې مې وویل په پای کې به مونږ بریالي شو چې لازم امنیتي تړونونه لاسلیک شي.»

د سپینې ماڼۍ دریځ
همداشان د سپینې ماڼۍ ویاندجي کارني د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې تړون باید په اونیو کې امضا شي نه په میاشتو کې او ډیر ځکه نشي کولای چې په یو ناڅرگند چاپیریال کې د ناټو متحدین او یا امریکايي پوځي قوماندانان تصمیم ونیسي.

د امریکا دفاعي چارواکي وایي غواړي دا موضوع د مارچ په میاشت کې په بروکسل کې د ناټو د وزیرانو د غونډې مخکې حل شي.

په همدې اونۍ کې په واشنگټن کې د جمهور رئیس اوباما او د دفاع وزارت د چارواکو په لیدونو او خبرونو کې به په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال دنفورډ هم حاضر وي.

ولسمشر اوباما تر اوسه وروستی تصمیم نه دی نیولی او دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان پوځ په کال کې اته میلیاردو ډالرو بهرنۍ مرستې ته اړتیا لري، او ناټو په افغانستان کې شاو خوا پنځوس زره سرتیري لري چې تقریبا دوه په درې برخه یې امریکایان دي.
XS
SM
MD
LG